تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د افغانستان په بیرغ ښکلي وي.

د متحده عربي اماراتو خلیج ټایمز ورځپاڼه وايي چې نن شپه به برج الخلیفه، چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده، د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د دغه هیواد د ملي بیرغ په درو رنګونو ښکلې شي.

خلیج ټایمز وايي چې په دوبۍ کې د افغانستان سفارت هم دا خبره تایید کړه.

په دوبۍ کې د افغانستان د سفارت جنرال قونسل عبدالصمد افغان په دې تړاو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د متحده عربي اماراتو ځايي حکومت دا کار په مفته ډول د اسد د ۲مې یا د اګست د ۱۹مې په ویاړ ترسره کوي.

ښاغلي افغان له اماراتي چارواکو مننه کړې چې د دوی غوښتنه یې منلې او د همکارۍ روحیه یې ورسره په دې کار لا زیاته پیاوړې کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې د اماراتو د برجه خلیفه د مسوول احمد المتروشي هغه مکتوب هم خپور شوی دی چې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته یې په کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ توده مبارکي ویلې ده او زیاته کړې یې ده چې نن شپه به د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د عمار دوبۍ یا خلیفه برج څراغونه د افغانستان د بیرغ په رنګ روښانه وي.

د خلیفه برج څراغونه تر اوسه د چین، هند، پاکستان، نیپال، سریلانکا او نورو هېوادونو د خپلواکۍ د کلیزو په مناسبت ښکلي شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *