ژباړه ـ روح الله سروان
هڅه وکړئ دا سوالونه د هرې ورځې په پای کې له ځانه وپوښتئ. دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې يو بريالی او غوره شخص اوسئ.
۱ـ نن هغه ښه څه و، چې ماته پېښ شول؟
څه شی و چې تاسو د ویاړ، خوښۍ یا ستاینې احساس وکړ؟ ایا تاسو نن حتا د یوې شېبې لپاره هم خوند واخیست د برياليتوب احساس مو وکړ؟
د هماغې شېبې د بيا تکرار لپاره په ځان کې هماغه احساس تازه کړئ. فکر وکړئ چې داسې د خوښيو شېبو ته ډېره اړتيا لرو، نو دې لپاره اړينه ده چې په مثبتو شيانو فکر وکړو. ډېری وختونه ښو پېښو ته په کمه سترګه ګورو چې نه باید داسې وکړو، بايد له هغو شېبو خوند واخلو او په قدر يې پوه شو. دا سوال تاسو سره مرسته کوي چې مثبت او منندوی اوسئ.
۲ـ کوم کار مې کولای شو په لا ښه توګه ترسره کړی وای؟
د نن ورځې له تجربو به څه درس واخلئ؟
کومه تېروتنه مو وکړه چې په راتلونکي کې يې بايد مخه ونيول شي؟ څنګه مو کولای شوای چې خبرې مو په ښه توګه کړې وای؟ په لارو چارو يې فکر وکړئ چې په راتلونکي کې مو دا ستونزه حل شي.
۳ـ تر ټولو اړین کار چې سبا يې باید ترسره کړم، څه دی؟
هغه کوم کار دی چې په يوازې توګه ډېر اهمیت لري او ترسره کول يې زما په دغه ورځ کې ډېر بدلون راولي؟ که هرې ورځې ته برنامه لرئ نو ترسره کولو ته يې هرومرو تاسو ځان سره ليکلي او ښايي د ټولو په سر کې موقعيت ولري. په دې فکر وکړئ چې د ورځې په پيل کې څنګه دغه کار ترسره کړئ. دا پوښتنه تاسو سره مرسته کوي چې پر خپلو ورځني مهم کارونو متمرکز شئ.
۴ـ کوم نوی کار کولای شم سباته وازمويم؟
ژوند د سپړنې سفر دی. د ژوند په هر پړاو کې چې ياستو، بايد يو نوی شی وازمويو. سباته کوم نوی کار کولی شو؟
۵ـ زما ژوند کې چې تر ټولو مهم کس دی هغه څوک دی او ما لپاره يې څه کار ترسره کړی؟
هر هغه څوک چې تاسو ورسره مينه لرئ، مېرمن مو، اولادونه مو، مور او پلار مو او يا هرڅوک چې وي فکر وکړئ. ایا تر اوسه مو هغوی ته ښودلې يا ویلي چې تاسو ته څومره ارزښت لري؟ سبا یا بله ورځ په نا خبره توګه تاسو هغوی لپاره څه کار کولی شئ چې هغوی سره مرسته وکړئ؟ موږ ډېر وخت دومره مصروفه کېږو چې خپلوان او عزيزان هېروو. دا پوښتنه کولی شي بيا ځلي هغوی ته پام وکړئ.
همدا پنځه پوښتنې کولای شي تاسو سره مرسته وکړي تر څو ژوند مو بهتر شي. هڅه وکړئ هره شپه مخکې له ويده کېدو دا پوښتنې له ځانه وکړئ.
سرچينه: mardoman.bet