د بې صاحبه خلکو د لاسونو او پښو انځورونو ټولنيزې رسنۍ ډکې کړي. يوې مېرمنې د خپلو  زحمتونو او د خاوند په تڼاکو شويو لاسونو د سرو زرو بنګړي واخيستل چې په لرلو يې خوند واخلي، خو نن يې لاسونه له بدنه بې خبره او بدن يې له لاسونو.

وايي، په واده کې د تېرې شپې د ځانمرګي بريد زړه ماتوونکي انځورونه مه خپروئ، ځکه چې دښمن ته تبليغ کېږي، خو د خلکو سلګونه ځانمرګي بريدونه په ياد دي، ټول په دې پوهېږي چې په ځانمرګيو بريدونو کې حلوا او خواږه نه وېشل کېږي بلکې څيروي دې او ټوټه ټوټه دې کوي، ورکوي دې چې اصلأ هېڅ موجود نه وې.

تېره شپه چې د ودونو په يوه تالار کې ځانمرګی بريد وشو سلګونو تنو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښته. دا بريد په داسې حال کې کېږي چې د هېواد مرکز د خپلواکۍ د سلمې کليزې نمانځنې ته چمتووالی نيسي.

يوې مور چې په دې بريد کې يې خپل زوی له لاسه ورکړی وايي، زوی يې شوخۍ لپاره د واده له تګه مخکې په سيم يا کېبل ورو وواهه. هغه ژاړي « ای کاش چې زوی مې نه واهه.»

د تېرې شپې پېښې د ډېرو غبرګونونه راپارولي.

يوه کس په تولنيزه رسنۍ کې ليکلي: « تصور وکړئ چې د خوښۍ مراسمو ته مو جشن جوړ کړی. خپل او خپلوان ملګري او دوستان مو غوښتي چې د خوښۍ په جشن کې درسره برخه واخلي او داسې وشي لکه تېره شپه چې وشو.»

همدارنګه يوه بل هم ليکلي: « ښوونځي ته لاړ نه شو، جومات نه لاړ نه شو، کوڅې او دښتې ته لاړ نه شو، بازار ته لاړ نه شو، تفرېح ته لاړ نه شو، واده ته لاړ نه شو چې ځانمرګي کېږي. د دې په کوم ځای کې تاسو انصاف ګورئ؟»

سباته همدې تالار ته په دوه قدمۍ کې چې بريد په کې ترسره شو د دارالامان په ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کليزې د استقلال جشن نمانځل کېږي چېرته چې نږدې ورسره د خلکو د سترګو پر وړاندې سلګونه بې صاحبه بوټونه او څو ډله‌ييزو قبرونو کې مړي خاورو ته سپارل کېږي.

د ټولنيزو رسنيو يوه کاروونکي ليکلي، په دې بريد کې يې ۲۰ تنو نږدې خپلوانو او ګاونډيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یو بل سړی چې څلور خوريونه يې له لاسه  ورکړي چيغې وهي او وايي، څنګه له خپلې خور سره مخامخ شي. يوه بل له حکومته پوښتي چې «څنګه داسې موټر بم او ځانمرګي کابل ښار ته ننوځي؟»

د استقلال روغتون يوه ډاکتر چې د پېښې سيمې ته نږدې و، پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، د وژل شويو او ټپيانو شمېر دومره ډېر دی چې روغتون کې نه ځايېږي.

ځينو نورو هم ليکلي چې حکومت د خلکو د امنيت پر ځای د تابوتونه جوړولو او د ډله‌ييز قبرونو جوړولو دنده اخيستې.

 د کورنيو چارو وزارت ويلي، د تېرې شپې په بريد کې ۶۳ تنه وژل شوي او له ۱۸۰ ډېر ټپيان دي، خو د عيني شاهدانو په وينا، د دې پېښې د قربانيانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي.

One thought on “د واده جشن چې په ماتم بدل شو| ژباړه: روح الله سروان”
  1. په کوم ځای کی می ولوستل چی د مریخ په کُره کی د ژوند د شتون د امکاناتو نښی تر سترګه سوی دی
    معلومه نه ده چی دا اکاډُمیکی باټی او لاپی او هلته به د بشر د ژوند د پیل پروسه کومه بڼه ولری
    خو
    دا به د بشریت په خیر وی چی ددی پروژی د بریالیتوب څخه صرف نظر وکی او همدا د مځکی کُره له نورو بد مرغیو او ناخوالو او وینی تویونی څخه وژغوری
    د مریخ رنګ خو هسی هم سور دی نو نور به هم سور سی
    ابدی نفرین دی وی پر هغه کسانو چی ځانونه متمدن او پرمخ تللی ګڼی خو د مادی ګټو پخاطر پخپلو شیطانی ځالو کی د نورو انسانانو د وژلو شومی توطئی د ترقی او تمدن مظهر ګڼی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *