تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: دافغانستان، د پاکستان له هغو هڅو سره مخالفت ښودلی چې ګواکې د کشمیر مسئله باید د افغانستان په سولې پورې وتړل شي.

 په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني په یوه اعلامیه کې په شدیدو الفاظو ویلي، د کشمیر او افغانستان د مسایلو یو ځای کول یو غیر مسوولانه او بې دلیله کار دی.

 اغلې رحماني زیاته کړې، هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان په لانجې پورې د کشمیر د لانجې تړلو په تړاو نظر ورکړي، بلکې دا یو غیر مسوولانه کار دی: ((کشمیر د پاکستان او هند خپلمنځي مسئله ده، دا چې عمران خان هڅه کوي دا موضوع په افغان سولې پورې وتړي، دا په اګاهانه ډول افغانستان کې د تاوتریخولي اور ته د لمن وهلو په معنا دي.))

دا په داسې حال کې ده چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر تر دې وړاندې ویلي وو، د کشمیر لانجه به د افغانستان د سولې پروسه سخته متاثره کړي.

اسد مجید ویلي وو، پاکستان نه شي کولی دوه ځایونو کې بوخت پاتې شي، بلکې دوی به د کشمیر په لانجې زیاتېدو سره خپل ځواکونه د افغانستان له پولې کشمیر ته ولېږدوي.

خو افغان سفیرې رویا رحماني، اسد مجید په اعلامیه کې پوښتلی چې په کوم مسوولیت دا خبره کوي چې افغان سوله د کشمیر له لانجې خرابېدای شي: (( دا یوه بهانه ده چې پاکستان د طالبانو پر ضد د اقداماتو نه اخیستلو لپاره کړې ده او په قاطعیت نه غواړي د دغې ملیشې مخه ونیسي.))

رویا رحماني زیاته کړې دا چې پاکستان وايي، د کشمیر د لانجې په زیاتېدو سره به له افغان پولې څخه خپل ټول سرتېري کشمیر ته ولېږدوي، غلطه خبره ده بلکې افغان حکومت پر خپله کرښه د لسګونه زره پاکستاني سرتېرو اچولو ته هیڅ دلیل نه ویني، ځکه همدا اوس ګڼې طالب ملیشې او تروریستان په پاکستان کې دېره دي: (( هلته له دغو ترهګرو کلک ملاتړ کېږي او دوی بیا د پاکستان له خاورې په ازادانه ډول په افغانستان کې خپل فعالیتونه تنظیموي.))

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې بل پاکستاني سیاستوال شهباز شریف هم ویلي وو چې افغانستان کې سوله او کشمیر کې وینه بهېدنه امکان نه لري، بلکې پاکستاني سیاستوالو له کلونو راهیسې کشمیر په ا فغان مسلې پورې تړلی و.

One thought on “واشنګټن کې افغان سفیرې د پاکستان سفیر ته سخت ځواب ورکړی”
  1. The Kashmir matter (issue) has no any tie to our matter. There’s no blood-relation among us but, we have blood-relation with own nation (Pashtoon). We’re not inhibitors of the GB of that time. We’ve such a long history of the world. Those who have a bad intention to us or attempted wrongly & had miscalculation about us then our response is so heave to heavy to them. They should learn from history that we’re not an easy nation to be removed from the world map. More than 300 years before the birth of Jesus Peace Be Upon Him the great Alexandra had attempted but later runaway. It’s the graveyard of the Empires. Pakistan must learn from our history.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *