تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، د افغان سولې مذاکرات باید د افغان حکومت په رهبرۍ او څارنه مخته ولاړ شي.
اسفندیار ولي خان د کابل د شپږمې ناحیې پر یو واده د برید په غبرګون خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا برید غندي او د سولې د سبوتاژ یوه هڅه یې بولي.
اسفندیار ولي خان زیاته کړې، که افغان حکومت د سولې په پروسه کې راشامل کړل شي، نو د سولې خبرو کې به د سیمې په کچه د ناسمو پوهاویو تر ډېره حده پورې مخه ونیول شي: (( زموږ ګوند تل په افغانستان کې د دایمي سولې د راتلو هڅه کړې ده، اوس دا د خوښۍ خبره ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان سولې مذاکراتو په تړاو خوشبینه ښکاري او خبرې په یو سم لوري روانې دي.))
خو نوموړي زیاته کړې ده چې د سولې یو اړخیز تړون به راتلونکي کې راتلونکي کې د سیمې په کچه هېوادونو ته نورې ستونزې راپورته کړي.
اسفندیار خان پر پاکستان هم غږ کړی چې د افغانستان د څلویښت کلنې خونریزۍ د بندولو لپاره دې رښتینی عمل وکړي.