تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: امریکا، په راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان ته د نیواډا د ملي ګارد یوه قطعه ځواکونه را استوي.
سبا سه شنبه په لاس ویګاس کې د دغې قطعې ۳۰ کسانو ته ځانګړي مراسم نیول شوي چې افغانستان کې به د لس میاشتني ماموریت پر مهال د چاودېدونکو توکو د خنثی کولو په عملیاتو کې برخه اخلي.
د امریکا د پوځ دا ۳۶۶۵ م واحد د نیواډا د ملي ګارد یوازنۍ بم خنثی کوونکې قطعه ده چې افغانستان ته په لومړي وار خپل ماموریت پیلولو لپاره راځي.
د امریکايي پوځ دا سرتېري د ناچاوده توکو، بمونو او د ډله ییزې وژنې رامنځته کوونکو وسلو په تخریب او خنثی کولو کې تخصص لري.
امریکا له خپل ۳۶۶۵ نظامي واحد نه له دریو کالو راهیسې یو شمېر سرتري وقفه په وقفه افغانستان ته رالېږي، خو شمېر یې نه دی معلوم چې دا وار افغانستان ته د امریکا د ملي ګارد څو سرتېري راځي؟