ای د ازادۍ خاورې تاته مو سلا م دی
ای د نېکمرغۍ خاورې تاته مو سلام دی
د ګران افغانستان له خپلواکي یوه پېړۍ تېرېږي، خو لا هم د دښمن د تبر لاستي یوو، د خپل تاریخي برم نسکورولو ته مو ملاوې تړلې دي.
لا مو هم د مرګ او ژوند فیصلې جج کوي، لا مو هم د شونډو موسکا یرغمل او د ژوند ټولې خوښۍ برمته شوې دي.
غازي دلته لا هم ستا  دښمنانو ته عقیدت موجود دی، د ګوډملا  پر ستاینه مو د خولې کشکونه وشکېدل.
یوه پېړۍ تېره شوې، پوره یوه پېړۍ مزل شوی دی، خو لا مو هم د فکر په هنداره د غلامۍ خړ ګردونه پراته دي.
دلته چې چا ستا د هیواد شتمنۍ لوټ کړې، ستا ارمانونه یې دفن کړل، نن هغوی ښاغلي او منلي دي.
نن مو هم د ثواب په نیت سرونه پرې کوي، په ودونو او مسجدونو کې موږ وژني، په دغه سلن کلن مزل کې مو سل ګامه لا اخیستي نه دي.
هغه مهال چې موږ د خپلواکۍ نغاره ډنګوله، د سیمې په جغرافیه کې یې نوم نښان نه و، نن یې زموږ پر نیم وجود د استعمار منګولې خښې کړې دي.
  اوس ستا بچیانو ته هغوی د خیر او شر لارې ورښیي، د خپلواک افغانستان د بربادي او وراني درسونه ورکوي، هره ورځ مو د جنازو تکبیرونه دي، د مېندو کریغې دي، د خوېندو ساندي دي او  ستا دښمن راته د سولې نغاره ډنګوي.
هیوادوال له پرمختګه پاتې دي، سل کاله وروسته هم لا موږ ستا د نمک حرامو بچو له لاسه د خپلواکي په خوند پوه شوي نه یوو.
کاشکې! موږ د نړۍ له کاروان سره د سیالۍ جوګه وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *