رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او افغانانو ته دې توصیه وکړه چې خپله آزادي د سولې په زېور، د یووالي په ننداره، د قلم په ځواک، د علم په رڼا، د صنعت پر مټو، د اقتصاد په پياوړتیا، د کاري لاسونو په قوت، د مستحکم سیاسي رژيم په درلودلو،  د ټکنالوجۍ په عصري وسایلو او له سوله پالې نړۍ سره په مثبتې سیالۍ کې و ساتي. 

تا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په وسیله افغانانو ته د یوې روښانه سلېزې بنسټ کېښود او دوی ته دې په عمل کې و ښوده چې ویاړمنه او رښتنې خپلواکي په پياوړې اراده، پوخ تصمیم، روښانه هڅو، غښتلي ملت او رښتیني عمل تر لاسه کېږي. رښتینې خپلواکي داسې وي چې په هغه کې یو هېواد خپل کورنی او بهرنی سیاست په عزتمنه توګه په نړیوال ډګر کې مطرح کوي او خپل هېواد د پرمختګ په لاره سموي.

سل کاله مخکې په همدې ورځ افغانانو یوه داسې پېړۍ پيل کړه چې له غاصبو انګرېزانو سره په دریمه جګړه کې بری د افغانانو په نصیب وو او زموږ نیکونو د داسې یو هېواد انځور له خپل ځان سره درلود چې په خپلو پښو ولاړ، هوسا، سوکاله، سوله ییز، علمي او ځواکمن هېواد به جوړوي، نورو ته به محتاج نه وي او د پرمختګ په روښانه ډګرونو کې به له نړیوالو سره مثبتې سیالۍ ته راوزي.

غازي امان الله خانه! تا ګران هېواد ته د یوې حقیقي خپلواکۍ، د افغانانو د هراړخیز پرمختګ او د یو پرمختللي افغانستان لپاره د خپل توان سره سم خپلې ټولې هلې ځلې وکړې او خپل ټول پروګرامونه دې د عمل په ډګر کې پلي کړل. خدای تعالی دې تاته فردوس جنت درکړي، ستا سپېڅلې روح دې تل خوشحاله وي، څو چې دا نړۍ ودانه وي او څو چې یو افغان په دې نړۍ کې ژوند کوي ستا ویاړمن نوم به باقي وي او د افغانستان آزادي غوښتونکي نسلونه به پرې ویاړي. 

زموږ ستر غازي! رښتیا هم چې تا د هېواد د آزادۍ په لاره کې هر ډول قرباني ورکړه، د خپلواکۍ سره سره دې هڅه وکړه چې د یو پرمختللي هېواد بنسټونه کېږدې، د خپلواکۍ یوه روښانه سلیزه پيل کړې او افغانانو ته د پرمختګ لار په نښه کړې. خو ته خپله پوهېږي او ستا سپېڅلې روح شاهده ده چې له تا سره څه وشول؟ له افغانستان سره څه و شول او له افغانانو سره څه و شول؟

هغوی د مکار غلیم په اشاره په تا باندې ډول ډول ټاپې و لګولې، ستا د پرمختګ د مزل په مخه کې یې لوی لوی خنډونه جوړ کړل، ته یې د خپلو پراختیایي پروګرامونو د عملي کولو پر ځای په خپلمنځي جنجالونو کې داسې ګرفتار کړې چې د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ نقشه یې درته څیرې څېرې کړه او په هېواد کې یې د بدبختۍ اساس کېښود.

د اسلام د سپېڅلي دین په نوم یو شمېر داسې بدبخته، غله، لوټماران، د پردیو غلامان، ناپوه، جاهل او ورانکاري ښاماران په دې خاوره کې پیدا شول چې ته یې د واک پرېښودلو او له هېواد څخه وتلو ته اړ کړې، ستا د خپلواکۍ روښانه لومړۍ سلیزه یې سخته بدرنګه کړه، ستا آرمانونه او هیلې یې ټولې د نابودۍ په بړبوکیو لاهو کړې، د هېواد مادي او معنوي پانګه یې لوټ او تالان کړه، د افغانانو تر منځ یې د نفاق، ورور وژنې او بدبختۍ اساس کېښود او افغانستان یې د نړۍ د پرمختګ له بهیر څخه زرګونه کلونه شاته غوزار کړ.

شاه  امان الله خانه! ستا سپېڅلې روح به شاید ښه پرې خبره وي چې په تېره یوه سلیزه کې لس داسې بېلابېل رژیمونو په افغانستان حکمراني وکړه چې زیاترو یې په ډېر بد شکل یو بل د نابودۍ کندې ته سپارلي او پنځلس داسې مشرانو په افغانستان کې د خپل حاکمیت تجربه ورکړه چې زیاتره یې د یو او بل په لاس وژل شوي او ډېرو کمو حاکمانو د دې فرصت په لاس راوړی چې په طبیعي مړینه و مري.

اې ستره غازي! موږ له تا څخه وروسته د افغانستان د سیاسي رژيمونو په بې قانونه، جنګي او کودتایي بدلون کې هېڅ راز خیر نه دی لیدلی بلکي هر غیر قانوني او جګړییز بدلون د افغانستان ټولنې ته نوې فتنې، نوي دردونه، نوي مرګونه، نوي ټپونه، نوې بدبختۍ او نوې تباهۍ راوړي دي او د بدبختیو دغه توره سلسله اوس هم په ټول شدت سره روانه ده.

غازي امان الله خانه! د خپلواکۍ کومه ویاړمنه سلیزه چې تا پیل کړې وه، د هغه د پيل په کلونو کې افغانان خوشحاله وو چې اشغالګر انګریزان مو له خپلې خاورې څخه و شړل، خو همدغه سلیزه په داسې وخت کې پای ته رسېږي چې په افغانستان کې یو تباه کوونکی او ستر ناورین روان دی، په هېواد کې د امریکا، ناټو او نورې نړۍ د ځواکونو پاتې کېدو ته د ځینو له لوري پراخې هڅې کېږي او داسې فکر کوي چې که بهرنیان له افغانستان څخه ووزي نو دغه هېواد  به یو ځل بیا د یوې بلې بدبختۍ پښو ته ولوېږي. له بلې خوا دغه سلیزه په داسې مهال بشپړه کېږي چې افغانان د داسې بې رحمه ترهګرو ډلو له یرغل سره مخ دي چې د ګاونډیو هېوادونو په اشاره د دین په نوم په افغانستان کې بې رحمه جګړه مخته بیایي او ګاونډیو هېوادونو دومره غلامان په افغانستان کې روزلي دي چې شمېر یې هېچا ته نه دی معلوم او په ښکاره توګه د غاصبو او لاس وهونکو بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي.

اې ستر غازي! سره له دې چې د خپلواکۍ لومړۍ سلیزه ستاسو له خوا په ډېر ښه نیت، هڅو او عملي اقداماتو پیل شوه، خو په دغه سلیزه کې افغانان د څو بهرنیو یرغلونو، څلوېښت کلنې غمیزې او څو داسې کورنیو جګړو  سره مخ وو چې په دې خاوره یې له یو نیم میلیون څخه د زیاتو انسانانو ککرۍ خاورې کړې، افغانانو د خپلواکۍ په تېره سلیزه کې بې درېغه دردونه، غمونه او ټپونه و زغمل، په میلیونونو هېوادوال هجرت ته مجبور شوي او د هېواد زیاتره مادي او معنوي زېربناوې له منځه تللې دي. افغانان له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو دویمه سلیزه په داسې حال کې پيل کوي چې د هېواد ټولې پرګنې د خپل راتلونکي په باب سخت اندېښمن دي، سخت خپه دي، سخت ځپل شوي او کمزوري شوي دي او نه پوهېږي چې د افغانستان دویمه سلیزه به څه ډول وي؟ هیله ده چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو دویمه سلیزه سوله ییزه وي. په همدې هیله 

د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې ۲۸مه نېټه، قرغه، کابل، افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *