تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: پاکستان په جلال اباد کې پرون د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مراسمو بمي بریدونه وغندل، چې له کبله یې لسګونه کسان ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، دا یو ناځوانمردانه او تروریستي کار و، خو افغانستان ورځ تر بلې د سولې، ثبات او ملي یووالي پر لور روان دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان په سیمه کې د سولې د ټینګښت او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د یوازني شریک په توګه پاتې دی او په دې سختو ورځو کې به لا هم له افغانستان سره ولاړوي.

نن روغتیايي مسوولانو اعلان وکړ چې د ننګرهار د اسد د ۲۸ (اګست ۱۹) د چاودنو شمېر ۱۶ او په نتیجه کې یې د ټپي شویو کسانو شمېر ۱۲۳ ته ورسېد.

د هغوی په منځ کې د ۴ تنو حال نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د دغو چاودنو پړه هیچا پر غاړه نه ده اخیستې.

افغان ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت پرون خپله وینا کې وویل، د داعش ډلې جرړې به له بېخه وباسي، خو زیاته یې کړه له وروستیو بریدونو له مسوولیته طالبان نه شي خلاصېدای، ځکه همدې ډلې داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *