۲۸/۵/۱۳۹۸
په ننګرهار کې د خپلواکۍ سلمه کاليزه په شاندارو او ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه
په ننګرهار کې د خپلواکۍ سلمه کاليزه د نظامي قطعې په وړاندې کولو سره د يوې غونډې په ترڅ کې په ځانګړو تفريحي، نظامي او شاندارو مراسمو سره د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې ننګرهار والي، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو،د ولايتي شورا غړو، علماؤ کرامو، میرمنو،لوبغاړو،مدني فعالانو،معلولينو اتحاديې،قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، د بېلابېلو بنسټونو مسئولينو او زرګونو نورو هېوادوالو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل مراسمو ته د وينا پر مهال وويل، چې سل کاله وړاندې د هېواد ستر شخصیت شاه غازي امان الله خان د دې قهرمان او باتور ملت په ملتیا سره وکولای شول،چې انګریزان له خپل هېواد څخه وباسي او د دې خاورې مجاهد ملت ته د خپلواک هېواد د درلودلو ویاړ ور وبخښي.
نوموړي ولسونو ته د دغې تاريخي او ملي ورځې مبارکي ورکړه او د ولسمشر څخه يې مننه وکړه، چې سږکال يې په ټول هېواد کې په پراخه کچه د خپلواکۍ ورځې نمانځنې زمينه برابره کړه.
ده زياته کړه، چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په موخه يې له تېرو سلو ورځو راهیسې چمتووالی نيولی و او په ياده موده کې يې بېلابېلې رغنيزې چارې، علمي سيمينارونه، په ښار او ولسواليو کې د ښکلا چارې او لسګونه نور پروګرامونه تر سره کړل.
هغه وايي د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت يې د شاه غازي امان الله خان، خان عبدالغفار خان مزارونو او جلال اباد شاهي ماڼۍ رغونې، ختيځ زر بستريز کمپلکس، د عبدالخېلو تنګي څلويښت متره سړک، د خپلواکۍ څلی، يوسف ميړني او پښتونستان څلور لارو، ننګرهار پوهنتون کې د نجونو ليلې ودانۍ، د کاشکوټ پاتې سړک، د جلال اباد کابل دويم لين سړک او يو شمېر نورو سترو پروژو چارې روانې کړي، چې يو شمېر بشپړې او ځينې يې تر کار لاندې دي.
هغه وايي هره انساني ټولنه خپل فرهنګ، ارزښتونه، او مشران لري او هڅه کوي، چې د خپلو مشرانو نيک او مثبت فکرونه د خپل ژوند مشال وګرځوي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې شاه غازي امان الله خان مونږ ته د خپلواک ژوند تېرولو داسې لار را ښودلې، که سل کاله وروسته يې هم تعقيب کړو؛ نو له شته بدبختيو څخه به وژغورل شو.
نوموړي وویل: (( غازي بابا لومړنی افغان مشر و، چې خپله واکمني يې، د قانون په چوکاټ کې بنده کړه او د ټولنيزې رفاه او سوکالۍ لپاره يې اساسي قانون رامنځته کړ.))
ننګرهار والي د شاه غازي امان الله خان او د هغې مېرمنې ملکې ثريا د کړنو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د تعليم په ډګر کې يې د هغوی هڅې بيساري ياد کړل.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان عبدالهادي ترين وويل، چې د هېواد مسلح ځواکونه د خپل سر په بيه ګټل شوې ازادي ساتي او هره ورځ دښمن سره په مخامخ جګړه کې قربانوۍ ورکوي.
نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ، چې د هېواد پرمختګ په موخه له نوې ټيکنالوژۍ سره ځانونه اشنا کړي او خپلې خاورې او خلکو ته خدمت وکړي.
هغه همدا راز له ولسونو مننه وکړه، چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او ډاډ يې ورکړ، چې ستاسو ځواکونه فدايان دي او دښمن ته به په هر ډګر کې ماتې ورکوي.
د جشن په څنډه کې امنيتي ځواکونو له لوري د پريټ مراسم تر سره شول، چې په کې د بېلابېلو ادارو کانال، کرنې، پوهنې، برېښنا ، ښاروالۍ، معلولينو، د ولسوالیو قومي مخورو، ورزش کارانو، ځوانانو، د عامې روغتيا رياست روغتيا پالو او نورو ډلګيو له لورې نندارې ګډونوالو ته هم وړاندې شوې.
د يادونې وړ ده، چې د خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت تېره شپه په جلال اباد شاهي ماڼۍ او شيرزي لوبغالي کې اور لوبې او نور تفريحي پروګرامونو تر سره کېدو سربيره نن سهار ننګرهار والي د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د شاه غازي امان الله خان مزار ته ولاړ او د هغه پر مزار يې د ګلونو اقليل کيښوده، همدا راز د خپلواکۍ په وياړ څلی، د يوسف ميړني او پښتونستان څلور لارې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول او د هېواد په کچه تر ټولو ستر بيرغ هم اوچت او رپانده شو.
۲۸/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د شپږ داعش او طالب وسله والو په نيول کېدو سره د خپلواکۍ پر جشن د ډله ييزو بريدونو مخه ونيول شوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د زمري په ۲۸مه ملي امنيت رياست کې چې د ملي امنيت رئيس تورنجنرال نظر علي واحدي او خبریالانو شتون درلود د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د شپږ داعش او طالب وسله والو او د دوی سره د نيول شويو چاوديدونکو توکو، مهاتو او وسلو په نيول کېدو سره په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ پر جشن د ډله ييزو بريدونو مخه ونيول شوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وویل، چې د ملي امنيت موظفينو له لوري د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار ، مومندرې او خوږياڼو ولسواليو کې درې داعش، دوه وسله وال طالبان او يو انسان تښتونکی نيول شوي دي.
نوموړي وويل، چې يادو وسله والو مخالفينو سره درې ميله پيکا، دوه ميله راکټ انداز، درې ميله کلاشنکوفونه، يو ميل ۳۰۳ بر، دوه له چاوديدونکو توکو ډک واسکټونه، اووه ويشت کړۍ بېلابېل ماينونه، شپاړلس شاژورونه، درې دوربينونه، دوه سوه فيره د کلاشنکوف او راکټ مرمۍ، یوه برچه او د ماين ريموټونه نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې نيول شويو وسله والو مخالفينو غوښتل، چې د خپلواکۍ پر مراسمو ډله ييز بريدونه تر سره کړي؛ خو امنيتي ځواکونو له لوري يې پلانونه شنډ کړای شول.
ننګرهار والي وويل، چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت له تېرو سل ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو جدي امنيتي تدابير نیولي و، چې په ياده موده کې يې د يو شمېر خونړيو پېښو مخنيوی کړی.
۱۳۹۸/۵/۲۸
د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت په ننګرهار کې د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې د هېواد تر ټولو لوړ او ستر ملي بېرغ پورته شو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې لوړ پوړو امنیتي او ملکي مسؤلینو یې ملتیا کوله،د جلال اباد ښار په تلویزیون تپه کې د هېواد تر ټولو لوړ ملي بېرغ د ځآنګړو نظامي مراسمو په ترڅ کې پورته او رپانده کړ.
دغه ستر بيرغ، چې د ګډو کورنيو ځواکونو د عسکري قطعې په تقديمولو او درناوي سره پورته شو پر مهال يې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل ټولو هېوادوالو د رپانده کېدو له امله مبارکي ورکړه او د ننګرهار مخکيني والي حيات الله حيات څخه یې مننه وکړه، چې په چمتو کولو کې يې همکاري وکړه.
هغه وویل، دغه بيرغ سل متره پورته شو، چې د جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو څخه ليدل کيږي او ځانګړې ښکلا لري، همدا راز یې زیاته کړه، په دې ولايت کې د ښکلا او سياحت په برخه کې بېلابېل کارونه تر سره شول، چې هېوادوال به يې د تفريح په موخه ترې ليدنه کوي.
هغه له ولسونو مننه وکړه، د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت يې د بيا رغونې په چارو کې همکاري وکړه او د خپلواکۍ جشن يې په پوره جوش او ولولو سره ونمانځه.
د ولسمشر سلاکار او د کندهار والي ورور ډاکتر رياض وويل، چې دغه بيرغ سل متره اوږدوالی لري،د نړۍ په کچه اتم او په اسيا کې دویم ستر بيرغ دی.
نوموړي وويل: ((په دغه بيرغ اووه ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی، چې پنځوس زره ډالر يې ولسمشر، دوه ويشت زره ډالر د ننګرهار سوداګرو او پاتې نورې ننګرهار ولايت مقام مخکينۍ رهبرۍ له لورې ورکړل شوي دي ))
هغه له ټولو هغو ادارو او کسانو مننه وکړه، چې د دې بيرغ په جوړيدو او رپانده کولو کې يې همکاري وکړه.
۱۳۹۸/۵/۲۸
د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت د جلال اباد ښاروالۍ له لورې جوړ شوی د اویا میلیونه افغانیو په لګښت د ازادۍ څلی او دوه څلور لارې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړی شوی د شاوخوا اویا میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ازادۍ څلی،پښتونستان او شهید یوسف ميړني څلور لارې تر جوړیدو وروسته نن د اسد په ۲۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په همدې موخه د پښتونستان په څلور لارې کې جوړو شوو مراسمو کې ننګرهار والي،د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان،ولایت او ولایتي شورا مرستیالانو،د نظامي شورا غړو،ادارو مسؤلینو او یو شمیر نورو ګډون کی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د یادو څلور لارو او څلې د ګټې اخیستنې له امله د ننګرهار په ځآنګړي ډول د جلال اباد ښاریانو ته مبارکي ورکړه او د جلال اباد اوسني او مخکیني ښاروالانو او ټولو هغه کسانو څخه یې مننه وکړه،چې په جوړیدو کې یې هلي ځلي کړې وې .
هغه زیاته کړه،جلال اباد یو تاریخي ښار دی چې په کې د شاه غازي امان الله خان،پاچا خان، امیر حبیب الله خان او نورو ملي او تاریخي شخصیتونو مقبرې شتون لري،نو له همدې امله یې تاریخي سیمو جوړولو ته هم ځآنګړې پاملرنه کړې ده .
ښاغلي میاخیل وویل،د پښتونستان او شهید یوسف میړني څلور لارې او د استقلال څلي یې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل،خو د غازي امان الله خان او پاچا خان پر مزارونو،شاهي ماڼۍ،سپين جومات او یو شمیر نورو تاریخي سیمو باندې اوس هم د بیارغونې چارې دوام لري.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي،د یادو چارو په بشپړیدو سره جلال ابا ښار کې ځوانانو ته تفریحي ځآیونه برابر،سړکونه پراخه او په لویه کې د ښار د ښکلا لامل ګرځیدلي دي .
د جلال اباد سرپرست ښاروال روح الله امین حسن وایي، د ښاروالۍ له لورې په جلال اباد ښار کې د څلې،څلور لارو،امیرشهید بڼ بیا رغونې، ګلدانونو،ګروپونو او نورو چارو چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت یې د دوو میاشتو په موده کې ترسره کړي،په ټولیز ډول شاوخوا اویا میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی .
د یادونې وړده،چې ننګرهار کې سږ کال د خپلواکۍ سلمې کالیزې ته ځآنګړي چمتوالي نیول شوي وو،چې ولسي خلکو په بې سارې ډول هم دا ورځې ونمانځلې .
۲۸/۵/۱۳۹۸
د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت د ستر مجاهد او غازي شاه امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښودل شوه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخيل د شاه غازي امان الله خان د کورنۍ غړو او د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د يو شمېر مسؤلینو په ملتیا د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د خپلواکۍ د اتل ستر مجاهد او غازي شاه امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
د شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو کېډۍ اېښودلو وړاندې ننګرهار والي او نورو مسؤلینو ته د ګډو ځواکونو منظمې شوې قطعې له لورې ځآنګړي تشریفاتي مراسم ترسره شول .
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګیډې کېښودلو او د هغه روح ته یې د دعا لاسونو لپه کولو وروسته د خبرو پر مهال د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه .
نوموړي زیاته کړه، د شاه غازي امان الله خان ارمانونو د پوره کولو په موخه به د خپلواک او پرمختللي افغانستان او نورو برخو لپاره ځآنګړي هلي ځلي وکړي او خوښي يې وښوده، چې نن يې مزار په اصلي بڼه ورغول شو.
ده زیاته کړه، چې د سل ورځو راهيسې په دې ولايت کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په موخه چمتووالی نيول شوی و او د خپلواکۍ په وياړ بېلابېل پروګرامونه تر سره شول.
هغه وويل، چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ يې د شهيد يوسف ميړني او پښتونستان څلور لاري په نوي بڼه رغولي او همدا راز د ازادۍ څلی هم جوړ شوی او نن به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ننګرهار والي د دې ولايت له ولسونو مننه وکړه، چې سږکال يې په خپل پراخه ګډون سره د خپلواکۍ سلمه کاليزه ونمانځله او لا هم يې نمانځي.
د یادونې وړده،چې تېره شپه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت هم د ننګرهار والي په نوښت ځانګړي تفریحي پروګرامونه چې په کې اورلوبې،موسیقي او نور شامل وو، ترسره شول .
ټاکل شوې، چې نن د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ ستر ملي بیرغ هم پورته شي او دغه راز څلور بجې به په فوټبال لوبغالي کې د خپلواکۍ جشن په ځانګړو او شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
۱۳۹۸/۵/۲۷
د ولسمشر په لارښوونه د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ۱۰زره ټنه شوکاڼی او سکاره ننګرهار څخه صادر شول .
د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ننګرهار ګمرک څخه ۱۰زره ټنه شوکاڼی او سکاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پاکستان ته د صادراتو لړۍ په ترڅ کې ولیږدول شول .
د ننګرهار ګمرک ریاست کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،د چارو ادارې د سیمه ییزې همکارۍ سلاکار فریدون هاشمي،د ملي پروژو او پانګونې څخه د ملاتړ او همغږۍ رئیس عبدالباري بلوڅ،ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواری،ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال،ګمرک او بشري سرچینو رئيسانو،سوداګرو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل وویل،د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه یې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت لس زره ټنه شوکاڼی او سکاره یې له دې ولایت څخه د یو کاروان په شکل د حسن نیت له مخې پاکستان ته ولیږل .
هغه زیاته کړه، له یادې چارې څخه یې موخه پر ځان بسیاینه ښودل دي او د خپلو تولیداتو په صادرولو سره په ګاونډي او نورو نړیوالو هېوادونو کې بازار پیدا کول دي،ترڅو له دې لارې مو اقتصاد پیاوړی شي.
د یادونې وړده،چې په ننګرهار کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت ګڼ شمیر نورو سیاسي،ټولنیز،علمي،فرهنګي او تفریحي پروګرامونه ترسره شول .
۱۳۹۷/۵/۲۷
د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې شپه ننګرهار کې په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په نوښت د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت مېلمستيا، اورلوبې او نور ځآنګړي تفریحي پروګرامونه ترسره شول،چې په کې د شاه غازي امان الله خان کورنۍ غړو، د هندوستان،ایران او پاکستان دیپلوماتانو،د کورنیو او بهرنیو مؤسسو استازو، د ملي او ولایتي شورا غړو،د ملکي او نظامي ادارو منسوبینو، میرمنو، دیني عالمانو،قومي مشرانو،اهل هنودو،ځوانانو، مدني فعالانو،خبریالانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی و.
په ازاده فضا کې د ځآنګړې ماښامنۍ د ترسره کولو وروسته ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وینا پر مهال ټولو هېوادوالو ته د خپلواکۍ د سلمې کاليزي د رارسیدو له امله مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، افغانان د خپلو پلرونو د وینو په بدل د اخیستل شوې استقلال ویاړ لري او تل د ازادو وګړو په توګه پر خپلې خپلواکۍ افتخار کوي.
نوموړي وویل، په ۱۹۱۹ میلادي کال کې زموږ اتلو، زړورو هېوادوالو د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ ناره پورته کړه، چې دې نارې نه یواځې امپراطورۍ ولړزولې؛ بلکې د افغانستان د خپلواکۍ ترڅنګ یې د ټولې نړۍ هېوادونو ته د ازادۍ تر لاسه کولو دروازې پرانیستې .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وویل، نن افغانان ویاړ لري،چې د خپلواک هېواد په توګه سیاسي اړیکي او غښتلی نظام لرو او په سوداګریزو او ګڼ شمیر نورو چارو کې په پراخه ډول استقلالیت لرو .
نوموړي زياته کړه، سږکال د خپلواکۍ جشن د تېرو کالونو په پرتله په خورا شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي او د جشن ښه نمانځلو په موخه له تېرو سل ورځو راهيسې چمتووالی روان و.
هغه همدا راز له ولسونو مننه وکړه، چې سږکال يې د خپلواکۍ ورځې په نمانځنه کې پراخه ګډون کړی او د امنيتي ځواکونو ستاينه يې وکړه، چې پرلپسې يې لوی او مهم پروګرامونو جدي امنیتي تدابیر ونیول .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل له وینا وروسته په رسمي ډول د خپلواکۍ جشن د اور لوبو په ترسره کولو سره،چې د سولې په نوم یې روښانه لمبې پورته کولې، پیل او د اهل هنودو په چوب بازۍ او ځوانانو په مستو نڅاګانو او شور سره پای ته ورسیدې .
همدا راز په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په بېلابېلو واټونو او يو شمېر ولسواليو کې هم ځوانانو په مستو ولولو او لوړو احساساتو سره بېلابېل تفريحي پروګرامونه تر سره کړل.
ټاکل شوې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت د دوشنبې په ورځ هم په فوټبال لوبغالي کې ځانګړي مراسم ترسره شي .
۲۷/۵/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ يو شمېر ښځينه مسئولينو د شاه غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو اکليل کېښوده.
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په ملتيا د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع، بشرحقونو رئيسې صبرينا حميدي، ښځو چارو رئیسې فتانې عزيز او يو شمېر نورو د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د شاه غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو اکليل کيښوده.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د شاه غازي امان الله خان او د هغې مېرمنې ملکې ثريا د کړنو او خدمتونو ستاينه وکړه، چې دې هېواد ته يې د نورو خدمتونو ترڅنګ ازادي وګټله.
دوی د شاه غازي امان الله خان او د هغې مېرمنې روح ته د دعا په موخه لاسونه لپه کړل او په هېواد کې يې د تلپاتې سولې او ثبات هيله وکړه.
يادو مسئولو مېرمنو همدا راز وويل، چې په دې ولايت کې مېرمنو هم د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځلو په موخه بشپړ چمتووالی نيولی او په شاندارو مراسمو سره به يې ونمانځي.
۱۳۹۸/۵/۲۸
ننګرهار کې د اهل هنودو مشرانو او د بابا کبير لومړني ښوونځي زده کوونکو د خپلواکۍ ۱۰۰ مه کليزه ونمانځله!
د ننګرهار پوهنې ريس حسيب الله شينواري د اهل هنودو شورا مشر جزبير سينګ او د شورا د نورو غړو سره په ګډه د اهل هنودو بابا کبير لومړني ښوونځي د زده کوونکو سره د خپلواکۍ ۱۰۰ مه کليزه ونمانځله.
پدې نمانځنه کې لومړی د بابا کبير ښوونځي ښوونکي اقبال سينګ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او له پوهنې رياست نه يې مننه وکړه، چې د دوی د بچيو زده کړو ته يې ځانګړې توجه کړې.
په ناسته کې د ننګرهار پوهنې ريس حسيب الله شينواري د غازي امان الله خان د پلانونو او کړنو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل وه يې ويل د غازي امان الله خان په وخت کې پوهنې ته ځانګړې پاملرنه وشوه، د ننګرهار، کندهار او غزني ولايتونو کې د اهل هنودو څخه يو تن د مشاور په توګه معرفي شول، هغه وويل دا لومړی ځل و چې د افغانستان اهل هنودو په حکومتدارۍ کې په رسمي توګه سهيم شو.
د پوهنې ريس همدارنګه د افغان اهل هنودو په ټولنيز موقف او په قومونو کې د اهل هنودو په ارزښت خبرې وکړې، وه يې ويل هغه مهال چې دلته رسمي طبابت نه و، د همدې اهل هنودو حکيمان ددې ټولنې طبيبان و او د خلکو تداوي به يې کوله.
په ناسته کې د ښار پوهنې مدير احمد شاه اقبال او د اهل هنودو مشرانو هم خبرې وکړې او د اماني فصل په برنامو وغږيدل.
۱۳۹۸/۵/۲۸
د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن په ویاړ د زده کوونکو تر منځ ذهني سیالۍ تر سره شوه
د ننګرهار پوهنې ریاست د هېواد خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن د ښې نمانځنې لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د چمتو کولو او وړاندې کولو په لړ کې د جلال اباد ښار، بهسودو او سره رود ولسوالیو د اتو ښوونځیو چې څلور یې د نجونوښوونځي وو تر منځ ذهني سیالي تر سره کړه.
ددې سیالۍ په پېل کې چې د بي بي حوا لېسې دغونډو په تالار کې جوړ شوي وه دپوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی د هېواد د خپلواکۍ دسلمې کلیزې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې ویې ویل هر هېواد خپل ملي ارزښتونه لري چې اوسبدونکي یې دخپلو ارزښتونو درناوی کوي. نو دهمدې امله خپلواکي هم دهر افغان لپاره ملي ارزښت دی.
د پوهنې ریس د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله او دهغه د میرمنې ملکې ثریا د هغه کارنامو یادونه هم وکړه چې د هېواد د خپلواکۍ او دافغانستان د پرمختګ لپاره یې تر سره کړي دي .پوهنې ریس وویل دامان الله خان په واکمنۍ کې کتاب لیکنې او کتاب لوستنې ته ډیره پاملرنه وشوه او په بېلابېلو برخو کې کتابونه ولیکل شول. همدارنګه ملکې ثریا په لومړي ځل دښوونکې دنده پېل کړه او نورو میرمنو ته یې هم دا لار پرانسته.
دپوهنې ریس د دغه ذهني ازموینې ګډونوال زده کوونکي وهڅول چې دامان الله خان په اړه څومره چې کولاې شي مطالعه وکړي او دهغې له شخصیت او هغه کړنو نه چې د افغانستان لپاره یې تر سره کړي ځانونه خبر کړي. وروسته دجلال اباد ښار د پوهنې امر احمدشاه اقبال د ذهني ازموینې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل ویې ویل ټول اته ټبمونه دي چې څلور یې د هلکانو او څلور یې د نجونو دي چې هلکان به په خپلو او نجونې به په خپلو منځونو کې سیالي تر سره کوي.
په دغه ذهني سیالۍ کې دجلال اباد ښار دننګرهار عالي لېسې،استقلال عالي لېسې،بي بي حوا عالي لېسې او بي بي زینب عالي لېسې او همدارنګه د سره رود ولسوالۍ د بي بي مریم عالي لېسې، چارباغ صفا دنجونو عالي لېسې او بهسودو ولسوالۍ د محمدي صاحب زاده او وزیر محمد ګل خان لېسوزده کوونکو برخه اخیستې وه چې په پایله کې دټاکل شوي درې کسیزې ژوري پلاوي له لورې د ننګرهاراو محمدي صاحب زاده دهلکانو لېسې او د بي بي حوا او بي بي مریم دنجونو لېسې د ددغه سیالۍ ګټونکې وګڼل شوې.
دذهنې سیالۍ وروسته پر ګټونکواو نورو ګډونوالو زده کوونکو دپوهنې ریاست له لورې برابرې شوې ډالۍ وویشل شوې.
۲۷/۵/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې تېره شپه د خپلواکۍ سلمې کليزې په خوښۍ کې اورلوبې وشوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پښتونستان څلور لارې کې تېره شپه ښاروالۍ ادارې له لوري د خپلواکۍ سلمې کليزې په خوښۍ کې اورلوبې وشوې، چې د ادارو مسئولینو، ځوانانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وويل، چې ډلې – ډلې ځوانان د خپلواکۍ سلمې کليزې خوښۍ په موخه د ښار په بېلابېلو واټونو کې راټول شوي و او اورلوبه يې تر سره کړه.
سلګونه ځوانان، چې له ځان سره يې يې بيرغونه لېږدول په واټونو کې راټول شوي و ملي سندرو ته يې اتڼونه کول.
بل لور ته يو شمېر موټرونو کې چې په ملي بيرغونو پوښل شوي ځوانان په کې ګرځيدل او د خوښۍ غږونه يې پورته کول.
په ښار کې د تېر په پرتله د تودخې درجه کمه وه، د ښار بېلابېلې لارې او واټونه په رنګينه ګروپونو روښانه و، کمکيو ځوانانو د پونګانيو غږونه پورته کول، ځليدونکو ستورو هم ښار ته ښکلا بښلې وه، ځوانان د خوښيو په نمانځلو نه ستړي کیدل او د شپې تر ناوخته يې د سلمې کليزې په مناسبت بېلابېلې لوبې وکړې.
ټاکل شوې، چې نن شپه په شيرزي لوبغالي کې هم اور لوبې او نور پروګرامونه تر سره شي او سبا به د خپلواکۍ سلمه کليزه په فوټبال لوبغالي په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
۱۳۹۸/۵/۲۸
د هېواد د خپلواکۍ د ښمنانو له لورې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي ۶ ماینونه خنثی خو ۶ نورو چاودونې وکړې .
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې په درشل کې د وطن دښمنانو له لورې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې شپږ یې د امنیتي ځواکونو له لورې له زیان پرته خنثی،درې یې غږ لرونکي وو او درې نورو یې ۱۷ د وطن سره مینه لرونکې افغانان ټپیان کړل .
نن سهار د شپږو چاودنو څخه یې درې چې زیانونه لري،د جلال اباد ښار په لومړۍ او ۴ مې ناحیې اړوند سیمو کې ترسره شوي چې له امله یې ۱۷ تنه ټپیان شوي،چې لس یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي،څلور تنو وضعیت ښه او درې نورو روغتیایي حالات نازک ښودل شوی دی .
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د ولسي خلکو له لورې په بي ساري ډول سږ کال د خپلواکۍ سلمې کلیزې نمانځنې مراسم ترسره شول .