تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان وايي، په ۲۰۱۹ کال کې یې تر دې دمه افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو ۸۷ بریدونه ثبت کړي دي او ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه د ناامنۍ له کبله تړلي پاتې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا بریدونه د ۱۸ ولایتونو په ۵۳ ولسوالیو کې ثبت شوي چې روغتیايي مرکزونو ته یې مالي او ځاني تلفات اړولي دي: (( په دې بریدونو کې له ۱۳۴ مرکزونو څخه ۳ یې په مرکز او ۲۰ نور یې په ټول افغانستان کې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.))

سازمان وايي، سږ کال ۱۴ روغتیايي کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، سږ کال د جګړو د دوام له کبله ټول هېواد کې ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

دا به داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اګست په ۱۲مه سور صلیب هم د روان کال په ۶ میاشتو کې پر روغتیايي مرکزونو د ۵۹ بریدونو د ثبت راپور ورکړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *