تاند- په خپل هیواد کې به مو ښايي اورېدلي وي چې ځینې جاهل نارینه د خپل کور ښځینه (مېرمن یا خور یا لور) په دې خاطر چې چای یا ډوډۍ یې ناوخته راوړې یا یې پخلی بې خونده دی، وهلي دي. خو په فرانسه کې د یوه رستوران مشتري د رستوران ګارسون (خدمه) په دې خاطر وژلی چې خواړه یې ورته ناوخته راوړي دي.
د پاریس په لمنه کې د رستوران مشتري هغه مهال پر ګارسون غوسه شو چې د ساندویچ په تیارولو یې زیات وخت ولګاوه. د مشتري قار څه پټکه نه وه، پر ګارسون یې ډزې وکړې.
د رستوران کارکوونکو، چې سخت بېرېدلي وو، د مرستې لپاره پولیسو ته ټېلفون وکړ.
ګارسون په کیڼه اوږه، زړه ته نژدې لګېدلی و، او د ډېرې وینې د ضایع کېدو له کبله یې سا پرې کړه.
غوسه مشتري تښتېدلی او پولیس وايي چې ژر به یې ومومي.
د سیمې خلک په دې حیرانه شوي چې داسې انسانان هم پیدا کېدای شي. دوی په رستوران کې راغونډ شول چې د ۲۸ کلن ګارسون پر وژلو خواشیني څرګنده کړي او د یوه ساندویچ په خاطر د قاتل کړنه وغندي.