تاند- د هغو بریتانیايي پوځیانو، چې څو پېړۍ پخوا په افغانستان او هندوستان کې جنګېدلي ول، میډالونه تر اټکل شوي ارزښت په ۸۳ فیصده لوړه بیه وپلورل شول.

دا میډالونه په لندن کې د پوځ په کالني لیلام کې، چې د چهارشنبې په ورځ /نوومبر۶/ وشو، وپلورل شول.

په دې پنځو میډالونو کې څلور یې له۱۸۴۰ تر ۱۸۴۲ کلونو پوري د افغانستان د جګړې او د هند د ۱۸۵۷ کال د پاڅون یا بلوا په ځپلو کې برید جنرال هینري پیلم برن ته د خدمت په خاطر ورکړای شوي وو.

پنځه میډالونه، چې څلور یې د بریدجنرال برن او یو یې د هغه د زوی و، په یوولس زره پونډه، چې څه باندې اوولس نیم زره ډالر کېږي وپلورل شول. دا پیسې تر هغه څه چې اټکل یې کېده ۸۳ فیصده زیاتې دي.

په څلورو میډالونو کې، چې جنرال برن ګټلي، هغه هم شامل دي چې ده ته له ۱۸۴۱ څخه تر ۱۸۴۲ پوري د جلال اباد د جګړې په خاطر ورکړای شوي ول. برن په شپاړس کلنۍ کې د شرقي هند له کمپنۍ سره یوځای شو او په یوه کال کې یې بریدمنۍ ته ترفیع وکړه.

په ۱۸۳۹ میلادي کال د تورن رتبه ورکړای شوه او د پنجاب او شمال لوېدیځ سرحد د ګورنر جنرال له لوري په لومړی انګلیس – افغان جګړه کې د ګډون لپاره افغانستان ته ولېږل شو.

دی په ۱۸۴۲ کال په جلال اباد کې و چې د بریتانیايي پوځیانو پوستې د افغانانو له لوري کلابندې وې خو د دوی ځوابي حملې سبب شوې چې افغان ځواکونه کابل ته شاتګ وکړي.

جنرال برین وروسته د کابل د بیا نیولو په جګړه کې ګډون وکړ او میډالونه ورکړای شول.

برن وروسته هند ته ولېږل شو او هلته یې د ډیلي په محاصره او بېرته نیولو کې رول ولوباوه. دی د مغولو د دورې له نامتو شاعر میرزا اسد الله غالب څخه د تحقیقاتو مسوول هم و. غالب یې پرېښود چې خپل کور ته لاړ شي او مرسته یې ورسره وکړه چې د خپل وخت په اړه لیکنې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *