هسې هم له کلونو راهیسې ښکاره ثبتونه افغانانو ته په لاس ورغلي چې طالبان د پاکستان له له لوري راولاړه شوې ډله ده او هغه هېواد د خپلو ګټو لپاره طالبانو ته امکانات برابروي.
پر امریکا د طالبانو له پلورلو رانیولې بیا د طالبانو زنداني کول او وژل هغه بیلګي دي چې د پاکستان ای ایس ای ښودلې چې هر کله دا ډله د پاکستان د ګټو خلاف اقدام کوي، یا به وژل کیږي، یا به بندي کیږي اویا به یې مړ ژوندی نامالوم وي.
تازه تاسو ولیدل چې د ملا هیبت الله په هغه مدرسه او جومات کې برید وشو چې ملا هیبت الله پکې امامت او مهمې غونډې کولې.
دا مدرسه له تېرو اتلس کلونو راهیسې د هیبت الله په نوم ده او دلته طالبانو روزنه لیدله او مهمې پریکړې پکې کیدلې.
د کویټې په کچلاغ کې د جمعې ورځې چاودنې دا بیا په ډاګه کړه چې د طالبانو مرکزونه او مشران په کویټه کې دي او د ای ایس ای په دستور افغانستان کې جګړه مخ ته وړي او د دې په بدل کې طالبان مصوون ځایونه لري او امکانات ترلاسه کوي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې په ډيره سپين سترګۍ سره ویل چې د دوی مشران له کویټې، کراچۍ، اسلام اباد او پيښور څخه خپل وطن ته راغلي او سویلي ولایتونو کې میشت دي، خو د طالبانو دا دروغ یو ځل بیا ښکاره شول چې د دوی مشران په افغانستان کې ځای نه لري او ټول یې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې هوسا ژوند لري.
ولې د ملا هیبت الله مدرسه کې اتلس کاله وروسته چاودنه وشوه.
یو لامل دا دی چې طالبانو ته د خطر زنګ ووهل شو چې که د سولې خبرو کې د پاکستان ګټې خوندي نه شي، نو د طالبانو هر مشر هدف ګرځیدلی شي.
بله خبره دا وه چې د چاودنې پلانوونکي کولی شول چې ملا هیبت الله دې چاودنه کې په نښه کړي، ځکه دلته د جمعې لمونځ ملا هیبت الله ورکو او کولی شول چې هغه په نښه کړي خو دا کار ځکه و نه شو چې یواځې د طالبانو تحریک ته دا ښودل کیدل چې د پآکستان ګټې باید د سولې خبرو کې خوندي شي.
بل لامل دا دی چې ممکن د طالبانو ځینو مشرانو د سولې خبرو کې د دوی د تمې خلاف اقدام کړی وي او په دې ډول بریدونو سره ای ایس ای غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.
له دې چاودنې او ملا هیبت الله د ورور له وژنې بل پيغام دا کیدلی شي چې پاکستان غواړي امریکا او ښکیلو اړخونو ته وښيي چې دوی هر څه کولی شي او باید د سولې خبرو کې کلیدي او غوښن رول ورکړل شي.
په دې سره پاکستان یو ځل بیا وښودله چې دا ډله د دوی په کنټرول کې ده او هر کله چې وغواړي ژوند اجازه ورکولی شي او هر کله چې وغواړي له منځه یې وړلی شي.
که طالبان په دې تېرو کلونو کې د پاکستان له خاورې راوتلی وی او د پاکستان له انحصار یې ځان ویستلی وی، افغانان به وخته سولې ته رسیدلی وی، خو دا چې دا ډله له پاکستان سره یرغمل ده نو هر کله او هر ډول لوبه پرې کولی شي.
تر هغې چې دا ډله د پآکستان له انحصار ونه وځي، هر کله به د سولې مخالفت کوي او یا به د سولې بدل کې داسې وړاندیزونه کوي چې هیڅ افغان ته د منلو نه وی، دا وړاندیزونه به مستقیم د پاکستان وي چې نظام دې ړنګ شي او یو ځل بیا دې د پنجاب لاسپوڅی نظام راشي.