تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف فنلینډ ته د یو سفر په ترڅ کې ټینګار کړی چې، ناروې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.
جواد ظریف وايي، له فنلینډ وروسته ناروې ته هم روان دی او د هغه ځای د چارواکو نظر به د افغان سولې په تړاو واخلي، خو دومره پوهېږي چې ناروې دا مهال هڅه کوي د افغانستان د سولې په تړاو یوه غونډه جوړه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د افغانستان او یمن د ستونزو حل کې د ناروې په څېر هېوادونه ډېر ښه رول لوبولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پیرالبرټ نن د افغان حکومت اجرائیه رئیس سره لیدنه کې ویلي هېواد یې چمتو دی چې له جرمني سره په ګډه د سولې د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.