تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: د امنیتي او نظامي چارو شنونکي وايي، داعش ډلې ته په افغانستان کې د نړیوالو زبر ځواکونو لخوا په لوی لاس ذهنیت سازي روانه ده.
د شنونکو په وینا داعش ډله په افغانستان کې ډېر کم جنګیالي لري، خو دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې لخوا بریدونو رسنیزه غوغا جوړه کړې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې داعش د افغانستان لپاره نوی ګواښ وباله او زیتاته یې کړه، دې لپاره سوله کوي چې افغانان د داعش پر وړاندې سره یو موټی کړي.
نه یوازې دا بلکې واشنګټن پوسټ هم په خپل تازه راپور کې د کابل د شپږمې ناحیې پر یو هوټل د داعش برید ته په شاره ویلي، لا په افغانستان کې داعش ماتې نه ده خوړلې او ننګرهار کې یې له ۳ تر ۴ زرو پورې جنګیالي لا هم شته.
خو لوړ پوړي پخواني او اوسنی نظامي چارواکي داعش په افغانستان کې نشته بلکې دا د پاکستان استخباراتي ډلې دي چې افغانستان کې تروریستي بریدونه ترسره کوي.
په دې لړ کې د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، داعش په افغانستان کې عیني واقعیت نه دی بلکې لشکر طیبه او حقاني شبکه چې د آی ایس آی سره نږدې اړیکې لري په افغانستان کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت پر غاړه لري.
سیاسي شنونکی رحمت الله بیژنپور هم وايي، په افغانستان کې داعش لپاره ځای نشته بلکې په لوی لاس د استخباراتي کړیو لخوا دغې ډلې ته ذهنیت سازي کېږي: (( نړیوال غواړي داعش ډله په افغانستان کې د سولې له هوکړې وروسته هم د امنیتي تهدیداتو لپاره وساتي. دوی ته ذهنیت سازي روانه ده.))
بلخوا د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل بیا داعش د افغانستان لپاره یو تاکتیکي ګواښ بولي او وايي که دا ډله له نورو تروریستي ډلو سره یو ځای شوه نو افغانستان ته به ستراتیژيک ګواښونه ډېر کړي.
خو دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني همدا پرون هم افغان ځواکونو ته امر کړی چې داعش او نورو ترهګر باید له ځالو راوباسي او له منځه یې یوسي.
ولسمشر تر دې یوه ورځ وړاندې هم ګواښ وکړ چې د داعش ډلې جرړې به په افغانستان کې وباسي.