تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د فاکس نیوز شنونکي جک کین ویلي، امریکا او طالبان د ۱۸ کلنې جګړې پای ته رسولو کې نږدې شوي او راتلونکې اوونۍ به یې د سولې هوکړه لاسلیک شي.
جنرال جک کین وايي، د هوکړې له مخې به امریکا خپل ۱۴ زره ځواکونه تر ۲۰۲۰ کال پورې له افغانستان څخه باسي، خو په بدل کې یې واشنګټن له طالبانو ضمانت غواړي چې د سپټمبر د یوولسمې په څېر پېښو په څېر بریدونو لپاره به افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارېږي.
نوموړی د اټکل په ډول وايي، کېدای شي د القاعدې د ګواښونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې له ۸ تر ۹ زرو پورې امریکايي پوځیان پاتې شي.
نوموړی وايي، په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلن حضور د دې سبب شوی چې بله د سپټامبر د ۱۱مې په څېر خونړۍ پېښه په امریکا کې ونه شي: (( که څه هم د افغانستان جګړه قیمته وه، خو د دې ارزښت یې درلود چې دومره پيسې د افغانستان په جبهه کې د امریکا د ژغورنې لپاره ولګول شي.))
دا په داسې حال کې ده چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد دوحې ته راخوځېدلی او وايي که طالبان اماده وو، نو دی به ورسره یو شمېر اختلافي مسایل اوار کړي.