تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: کاناډايي دي سټار ورځپاڼې خبر ورکړی چې په افغانستان کې به د سولې جعلي او تش په نوم هوکړه دغه هېواد لپاره بله ستره ضربه وي.

ورځپاڼه وايي، دا هوکړه به ټرمپ ته لاره خلاصه کړي چې له افغانستان څخه ۱۴ زره سرتېري وباسي، خو د طالبانو ژمنه به امریکا ته د ترهګریزو ګواښونو نه متوجه کېدو په تړاو کټ مټ هماغسې وي چې د القاعدې په تړاو یې په ۹۰مه لسیزه کې کړې وه او بیا پر امریکا د سپټامبر د یوولسمې بریدونه وشول.

ورځپاڼه وايي، القاعده ډله په افغانستان کې بیا د ظهور په حال کې ده، ځکه د ورځپاڼې په وینا کاناډايي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې د کندهار ولایت د شورابک یوه سیمه کې د القاعدې یو لوی روزنیز کمپ کشف کړ او د هوايي بریدونو په ترڅ کې یې له منځه یووړ.

ورځپاڼه وايي، که څه هم وروستیو کلونو کې القاعده ډله ضعیفه شوې ده خو له منځه نه ده وړل شوې: (( هغه هيواد چې القاعده په کې خپل ځان قوي ونه ساتلی شو، اوس په کې داعش ډلې ریښې ځغلولې دي. دوی له برچو، راکټونو او ځانمرګو ډلګیو سره د افغانستان د بې وزله ولس شتمني د غنیمت په نوم غصبوي.))

ورځپاڼه وايي، واشنګټن پر طالبانو باور کولو ته لیواله دی او غواړي له افغان حکومت سره طالبان په واک کې نیمايي شریک کړي، خو دا هغه ټکی دی چې شاید امکان ونه لري او افغانستان په یوه بله بدبختۍ واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *