تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: د ملي دفاع وزارت وايي، د ارزګان چارچینو ولسوالۍ کې یې ځانګړو ځواکونو ۲۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
دفاع وزارت په دې اړه تاند ته خپله استولې خبرپاڼه کې ویلي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د وسلو دوه ډیپوګان هم کشف او نیول شوي دي.
بلخوا د ۲۱۷ پامیر قول اردو یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تخار ولایت کې یې ۱۷ طالبان د عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
خبرپاڼه کاږي چې دا عملیات یې په اشکمش ولسوالۍ کې کړي دي چې ۱۱ جنیګالي په کې ټپيان شوي هم دي.
چارواکو په دغو عملیاتو کې د ملي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، بلخوا طالبانو هم لا دوی ته اوښتي تلفات نه دي تایید کړي.