تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کابل ښاردریو مهمو برخو کې اورلوبه ترسره شي.
وزارت یوه خبرپاڼه کې وایيي، دا مراسم به له ماښام ۷ څخه تر ۹ بجو پورېد شپې د دارلامان په غونډۍ، تلویزیون غونډۍ او مارشال فهیم د غونډۍ پر سر روان وي.
دا په داسې حال کې د چې د مالیې وزارت یوې مؤثقې سرچینې تاند ته ویلي، اړوند کمیسیون د خپلواکۍ د جشن د نمانځلو لپاره له چین څخه د ۱۱ میلیونه افغانیو پټاقیو رانیولو قرارداد کړی و، څو یې ټول هېواد کې د اورلوبې مراسم ورته چمتو کړي.
حکومت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لپاره ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې چې تر اوسه یې په تړاو حساب نه دی ورکول شوی.