تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو مراسمو پرانیسته.

ټاکل شوې وه چې د دې ودانۍ پرانیسته د اسد په ۲۸مه وشي، خو د یکشنبې په شپه د شهر دوبۍ پر هوټل د برید له کبله دا مراسم ۳ ورځې وځنډول شول او نن په شاندارو مراسمو سره د غازي د لاس نښه او بیا رغول شوې وداني ونمانځل شوه.

په دې ویاړ جوړو شویو مراسمو ته د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه وویل، له خپلواکۍ اخیستلو وروسته یې دپلار یوازنۍ وینا داوه چې نور باید توره کېږدو، او قلم راواخلو، ځکه چې د غازي په وینا یو بې سواده ملت هیڅکله خپلواک کېدای نه شي.

شهزادګۍ زیاته کړه، کله چې افغانستان نظام نامه جوړوله، شاوخوا هېوادونو قانون او اساس نامه نه لرله: (( غرب بیا خپل قوانین ۳۰ کاله وروسته له غازي څخه جوړ کړل، موږ هغه وخت له نورې نړۍ هم مخکې وو.))

شهزادګۍ زیاته کړه، پلار یې له سیمې سره د سفارتي اړیکو د پیاوړتیا په خاطر ترکیې او ایران ته د سفارتونو لپاره خپله ځمکه وبخښله او ګڼو هيوادونو لپاره یې د سفارتي کارونو د مخته وړلو په خاطر ځمکې وپېرلې: (( د دارالامان ماڼۍ په رغول کېدو خوشاله شوم، دا د افغانانو لپاره لوی سمبول دی، ولسمشره تاته د خپل پلار جان یوه خبره کوم شاباس افرین))

د یادونې ده چې دارالامان ماڼۍ د افغاني انجینرانو په لاس او ۱۰۰۰ افغان کارګرو لخوا بیرته ورغول شوه چې نقشه او ټولې چارې یې افغانانو مخته وړې دي.

د اماني دورې له ۳۰ زیاتې ماڼۍ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ولسمشر غني په امر بیرته ورغول شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *