تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې په دې هیواد کې نن /چهارشنبه/ دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې د دې خبر د اعلانولو ترڅنګ ویلي چې د وژل شویو پوځیانو هویت تر هغو نه څرګندوي چې د قربانیانو کورنیو ته خبر نه وي ورکړل شوی.

د دغو دوو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو سره په روان ۲۰۱۹ م کال کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد. د دوی په منځ کې اکثره د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره په نښتو کې وژل شوي خو دوه تنه د جولای په ۲۹ نېټه په نفوذي برید کې ووژل شول.

ناټو یا د غوڅ ملاتړ ماموریت د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو نیوزویک وايي چې د پنتاګون سرچینو ورته ویلي چئ دا دوه امریکايي پوځیان د امریکا خاص ځواکونه وو او دواړه د ننګرهار په اچین ولسوالي کې په مرمیو لګېدلي او وژل شوي دي.

دا دوه امریکايي پوځیان په داسې حال کې ووژل شول چې پرون د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو رول د پولیسو مسخره ځواک ته ورته وباله او له افغانستانه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو پر اړتیا ټینګار وکاوه.

ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل چې طالبان له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکي دي، خو زیاته یې کړه چې تر اوسه دا روښانه نه ده چې کېدای شي پر طالبانو باور وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *