تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: امریکا د داعش ډلې د دریو غړو پر سر ۵ میلیونه ډالر انعام اعلان کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا جایزه یې د داعش ډلې پر دریو غړو امیر محمد سعید عبدالرحمن، سامي جاسم محمد الجبوري او معتز نعمان بن عبدالنایف پر سر ایښې او هر چا یې چې په اړه معلومات ورکړل، دوی به یې جایزه ور ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عبدالرحمن المولي د داعش ډلې مهم مشر او د ابوبکر البغدادي ځای ناستی دی چې د ډېرو سترو عملیاتو مشري یې پر غاړه اخیستې ده.
دغه راز سامي الجبوری د داعش ډلې مالي مسوول او د تېلو او ګازو د پلورلو مسوول پیژندل شوی او نجم الجبوري یې هم هغه داعش قومندان بلل شوی چې د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په وینا د داعش ډلې د بمونو د جوړولو د څانګې مسوول دی.
امریکا د روان کال د حمل میاشت کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر سر ۲۵ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.