تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د لیبریشن په نوم مشهورې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اوږدې مودې راهیسې د افغانانو په غولولو بوخته ده.

کرزي د لیبریشن ورځپاڼې خبریال لیوک ماتیو ته په مرکه کې ویلي، افغانان اوربند ته بې صبرانه انتظار کوي تر څو پر دوی تپل شوې جګړه ختمه شي.

نوموړي ویلي، پر امریکا هیڅ باور نه شي کولی، ځکه د دغه هېواد په ۱۹ کلن حضور کې افغانانو د جګړې ډېره لویه بیه پرې کړه، خو ترهګری په افغانستان کې لا ډېره شوه.

کرزي زیاته کړې، امریکا په ۱۸ کلونو کې  د ترهګرو په خوندي ځاله یعني پاکستان سترګې پټې کړې خو په افغانستان کې یې هم د سترګو په وړاندې له پنځو کلونو راهیسې داعش ډلې وده کړې ده: (( په امریکا باور نشته، دوی باید کاملا له افغانستان څخه ووځي. نه یې نظامي ځواکونه غواړو نه یې استخباراتي حضور ته اړتیا لرو، دوی یوازې ډپلوماټیک حضور په افغانستان کې ساتلی شي.))

کرزي په دغه مرکه کې ویلي، که امریکا په زور، ګواښ، فساد او یا انتصاب په افغانستان کې خپل لاسپوڅی حکومت راولي، دا کار کولی شي، خو دا به لنډمهالی وي: (( امریکا له ډېرو کلونو راهیسې افغانانو ته فریب ورکوي خو دا به تر ډېره دوام ونه کړای شي.))

 کرزي ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان په ګټه دي او دا د ټولو غوښتنه هم ده: (( جګړه ټوله امریکایانوجوړه کړې، دوی دې ووځي هر څه به سم شي، طالبان به په نظام کې برخه ولري، که د پردیو لاسوهنه نه وي هغوی هم کولی شي په ارامۍ ژوندوکړي.))

حامد کرزي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې پر هغه له ۲۰۰۳ کال وروسته له جګړې څخه د ناستو طالب مشرانو د ځورونې تورونه موجود دي.

شنونکي وايي، طالبان د کرزي د بې غورۍ او غرور له کبله بېرته غرونو ته وختل او د نظام پر وړاندې د جګړې لپاره یې نورو استخباراتو او هېوادونو ته د مرستې لاس ور اوږد کړ.

One thought on “ کرزی: امریکا له کلونو راهیسې افغانان تېر باسي، ودې وځي”
  1. یوه ورځ ابو علی سینا ۱۰۳۷م دکور څخه په قهقه خندا سره بهرته ووت چا ترېبوښتنه وکړه چې ولې؟
    هغه وویل نن زما وړوکی زوی له ما څخه یو دینار وغوښت ما ورته وویل چې جیب مې خالی دی،هغه خفه شو او مور ته یې وویل ددنیا تول نارینه مړه شوی ول چې تا دغه دوکه باز سړی سره واده وکړ!! دافغانستان کړیدلی، جنګ او جګړو خوړلی محروم ولس باید لږ شاته وګوری نه یوازې دکرزی بلکې یو شمیرنور دکرزی پټ او ښکاره ماهرغله .کرزی دومره تکراری سهوې،خطاوې او غلطی په کورنی او بهرنی سیاسی برخو کې کړی چې دافغانستان تاریخ ننګوی .ګوګل کې په ژوندی بڼه ښکاری چې کرزی نه سیاسی پوهه لری او نه اخلاق اولا هم دلته اوهلته سر راباسی او دهندوانو د امیتا بچن یې
    له خانه جوړکړی کرزی به تل د عالم اسباب چیغې وهلې باید له ولس څخه بښنه وغواړی ! او ټول ولس ته دکاڼه او ړانده فکر ونه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *