سمون تصمیم – ارواپوه


د ارواپوهنې (سایکالوژۍ) متخصص ښاغلی تصمیم ستاسو رواني پوښتنو ته ځواب وايي. که د ارواپوهنې په اړه پوښتنې لرئ یا په خپله اروايي (رواني) ستونزه لرئ؛ لاندې یې ولیکئ او یا یې تاند ته په ([email protected]) برېښنالیک راولېږئ. (تاند)


پوښتنه:

تصمیم صاحب سلام! څنګه کولاى سو چي په ځان کي احساس پيداکړو چي د موضوعاتو، پېښو او مسايلو په اړه بې تفاوته واوسو او هيڅ عکس العمل ونه ښیو؟

ځواب:

پوښتنه مو ډېره عامه ده. ځکه چې د هر شخص احساس تر بل متقاوت وي، حتی د یو شخص احساس په مختلفو وختونو کې په ډېر متفاوت ډول ښکاره کیدای شي. خو که پوښتنې ته مو عمومي ځواب وړاندې کړم نو:
د عکس العمل نه ښودل په خپل ذات کې یو عکس العمل دی. کوښښ وکړئ هغه مهال چې داسې درته ښکاره شوه چې څه مهمه مسئله یا پېښه شوې او تاسې ورته څه عکس العمل نه دی ښودلی د یو کاغذ پر مخ ځينو پوښتنو ته ځوابونه ولیکئ.
– ځان په څه وضعیت کې احساسوئ: د بدن فزیکي احساسات مو ولیکئ. د سر څخه تر پښو پورې خپل بدن ته توجه وکړئ او فزیکي احساسات نوټ کړئ. د بدن په یوه حصه کې لوړ حرارات، د زړه ضربان، تنفس، په عضلاتو کې تشویش لکه د اوږو شخ والی، د ملا شخ والی، او داسې نور فزیکي احساسات مو ولیکئ. وروسته لدې خپل روانی حالت ته توجه وکړئ او ځان نه پوښتنه وکړئ چې آیا ویره درته پیدا شوې؟ په قهر یاست؟ خپه یاست؟ خوښ یاست؟ کرکه درته پیدا شوې؟ د حیرانتیا احساس کوئ؟ او که د یادو څخه پرته بل کوم احساس لرې؟

کیدای شي د لاندې جدول څخه هم په رهنمایی کې ګټه پورته کړئ.

– د لومړۍ پوښتنې ځواب د پوره لیکلو وروسته یې یو ځل بیا ولولئ او بیا دې ته ځواب ولیکئ چې دا احساس مو ولې پیدا کړی؟ د بېلګې په توګه، د پېښې د واقع کیدو توقع مو نه درلوده؟ مخکې هم داسې څه در پېښ شوي وو؟ داسې برېښي چې د پېښې پر تاسې یا ستاسې په وضعیت څه خاص تاثير نه شته؟ ستاسې د احساس لرل یا نه لرل اهمیت نه لري؟ او یا هم بل څه؟

– بیا هم خپل ځواب د لیکلو وروسته یو ځل بیا ولولئ

د پورتنیو دوو پوښتنو د ځواب وروسته د ځان څخه دا پوښتنه وکړئ چې د عکس العمل نه ښودل یا ستاسې په قول بې تفاوته پاتې کیدل تاسې ته څه ګټه در رسوي؟

دا په یاد وساتئ چې د پورتنیو پوښتنو دپاره صحیح او غلط ځواب نه شته. دا پوښتنې هغه ډول پوښتنی دي چې صحیح او غلط نه لري. یواځنۍ اړتیا یې دا ده چې د ځان سره صادقه اوسئ.

که مو د خپل احساس څه منشه وموندله نو کولای شئ دا تجربه د نورو احساساتو سره هم تکرار کړې ترڅو د احساساتو پوهاوی مو لوړ شي.

که زمینه درته مساعده وي نو د ارواپوه سره لیدل به هم ډېر ګټور تمام شي.

2 thoughts on “څنګه د بې تفاوتۍ احساس په ځان کې پیدا کولی شو؟”
  1. زه له شاوخوا یو کال راهیسي د ژوند په باره کی ناامید شوی یم. فکر کوم چی مرګ راروان دی او ژوند ډیر زر رانه تیر شوی دی. احساس کوم چی ژوند می بیهوده و او کله چی دا شان فکر کوم سخت می زړه تنګ شی خلق می تنګ شی او کوښښ کوم چی دا خبری د ذه نه اوباسم خو نه کیږی. چاره څه ده مهربانی به مو وي که مو د حل لاره راته وموندله.
    ناکام

  2. ددې ورور ( ناکام) جدّی پوښتنی ته باید ګران متخصصین یو منلی او معقول ځواب ولیکی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *