foto : lotte :

 تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: د تخار امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې یو سړي له خپلې مېرمنې څخه تر کورنۍ شخړې وروسته ژبه پرې کړې ده.

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسری وايي پېښه نن پنجشنبه د تالقانو په  نهر چمن کې شوې ده.

د اسیر په خبره، مېړه له خپلې ۲۵ کلنې مېرمنې سره لومړی لفظي شخړه کړې بیا یې په چاقو ژبه ترې پرې کړې ده.

اسیر زیاته کړه، ډاکټرانو بېرته د دغې مېرمنې ژبه ور ګنډلې ده او ډاډ یې ښودلی چې د پېښې قرباني مېرمنه به بېرته صحت یابه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو بنسټونه وايي، په شمال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې له څو کلونو راهیسې په زیاتېدو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *