تاند، پنجشنبه،  اسد ۳۱مه: ګلبدین حکمتیار په کونړ کې له کمپایني غونډې وروسته هغه کور ته خبریالان له ځان سره بیولی چې د ده په وینا له حکومت سره د مخالفت پر مهال کلونه په کې پټ اوسېده.

ګلبدین حکمتیار وايي، د کونړ شیګل ولسوالۍ د بانډې کلي کې د کشمیر خان تر ولکې لاندې د سیمې په دغه کور کې یې ۲۱ کاله پټ تېر کړل.

حکمتیار وايي، بهرنیو ځواکونو څو څو ځله دغه سیمه کې ورپسې عملیات وکړل خو دی په لاس ورنغی: (( ما له دې ځایه په سیټلایټ خبرې کولې، ناڅاپه مې راکټ په ۷۰ مترۍ کې وغورځېد، په اسمان کې مې ډرون ولید، ما فکر وکړ دوی شاید جاسوسي کوي، خو فکر مې ناسم و، الوتکې پر ما برید کړی و، فکر کوم راکټ کروز توغندی و.))

حکمتیار وايي، په ۲۰۰۱ کال له ایران  څخه تر راګرځېدو وروسته نیغ کونړ ته راغی او په دې کور کې یې واړول په داسې حال کې چې امریکایانو به ورپسې په هرات، زابل، ګردېز کې عملیات کول: (( تر دې چې کابل، لوګر، ننګرهار، پکتیا کې یې د والیانو کورونه راپسې تالاشي کړل، هر ځای باندې یې چې شک راغلی و هغه یې کلابند کړی و.))

ګلبدین حکمتیار وايي، په دغه کلي کې د اوسېدو پر مهال به هم دایمي دغلته نه و بلکې کله کله به یې ځای بدلاوه او غارونو کې به هم پټېده.

شیګل د کونړ هغه ولسوالي ده چې د حزب اسلامي مرستیال کشمیر خان په کې اوسېده او نږدې ټول خلک یې د حزب اسلامي غړي دي.

دا ولسوالي د طالبانو په وخت کې هم د دغې ډلې تر ولکې لاندې رانغله او کشمیر خان په کې طالبانو ته ماتې ورکړه.

خو دا په داسې حال کې ده چې د استخباراتي چارو شنونکي وايي، حکمتیار په کونړ کې نه بلکې کلونه کلونه د شمشتو وچ نهر کې د پاکستان د ځواکونو تر نظارت لاندې اوسېده.

سرچینې دا هم وايي، د ۱۳۹۶ کال د ثور په ۱۴مه چې نوموړی افغانستان ته د سولې له تړون وروسته راغی نو په تورخم راواړول شو، خو حزبیان بیا دا خبره ردوي او وايي، نوموړی د کشمیر خان تر څار لاندې په کونړ کې اوسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *