تاند- د امریکا د کلیفورنیا، لاس انجلس او یو سي ایل اې پوهنتونونو د نانو ټکنالوژۍ څېړونکو داسې وسیله جوړه کړې چې له واورې څخه برېښنا یا انرژي جوړوي.

دا وسیله به، چې نانو جنرېټر (Nano Generator) نومېږي، په هغو سیمو کې، چې واورې ډېرې وي، د لمریزې انرژۍ د پنلونو یا شیشو ځای ونیسي.

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکي وايي، په سلو کې ۳۰ مځکه په واورو پوښل شوې او په دغو ځایونو کې نانوجنرېټر د لمریزې انرژۍ له پینلونو سره یوځای کېدای او د هوا په هر ډول وضعیت کې ورڅخه برېښنا جوړېدای شي.

د دې طرحې یو څېړونکی ریچارد کانر وايي، دا وسیله به په لېرې پرتو سیمو کې نصب کړل شي چې د سیمې د برېښنا اړتیا بې له دې چې بېټرۍ ته اړتیا وي، پوره کړي.

دا جنرېټر ډېر ځیرک یا سمارت دی، د هوا پېژندنې د یوې ادارې په شان درته ویلی شي چې څومره واوره اوري، د باد یا ورښت لوری کومې خوا ته دی او یا یې سرعت څومره دی.

د دې څېړنې پایله په (Nano Energy) مجله کې چاپ شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *