تاند، جمعه، د سنبلې ۱: د طالبانو یو لوړ پوړي سیاسي چارواکي ویلي، له امریکايي پلاوي سره یې د پنجشنبې په ماښام ناوخته د خبرو نهم پړاو په دوحه کې پیل شوی او دا وار هیله مندي شته چې خبرې نهايي او بریا ته ورسېږي.

سرچینه د پاکستان دي نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې ته وايي، سولې خبرې وروستۍ شوې خو د اوربند، د امریکایانو د وتلو مهالویش، افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو نه کولو په تړاو بحثونه پاتې دي.

دغه طالب مشر وايي، له رسمي خبرو وړاندې له امریکايي پلاوي سره پر همدې ټکو اوږدې مقدماتي ناستې هم شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې طالب سیاسي ویاند سهېل شاهین او نظامي ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې ده چې پرون پنجشنبه ناوخته د سولې د خبرو نهم پړاو پیل شوی دی.

طالب ویاندان وايي، د سولې د نهم پړاو خبرو مشري له شیر محمد عباس ستانکزي سره ده او زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي مشري پر غاړه لري.

خو یوه طالب سرچینه بیا دي نیوز انټرنیشنل انګلیسي ورځپاڼې ته وايي، دا ځل خبرو کې د افغانستان لپاره د ناتو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر هم شامل دی او ډېره هیله شته چې خنډونه له مخې پورته شي.

 دغه طالب سرچینه وايي، د سولې وروستي پرمختګونه له هبت الله سره د ملا برادر لخوا شریک شوي او نهم پړاو خبرو ته د طالبانو استازي د تصمیم ګیرۍ په نیت پوره چمتو دي، خو لا نه پوهېږي چې د امریکایي چارواکو غوښتنې به دا وار بحثونو کې واقعي وي که غیر واقعي؟

طالب سرچینې ویلي، امریکا د ځواکونو ایستلو ته راضي شوې وه خو په بدل کې یې اوربند غوښت چې طالبانو دا خبره نه ده منلې.

طالب سرچینه وايي، طالبانو، امریکایانو ته ویلي له کوم ځایه چې تاسې وځئ هلته به اوربند کېږي خو امریکا به د دې ضمانت ورکوي چې هلته به پر طالبانو هیڅ برید نه کېږي.

دغه راز طالبانو امریکايي لوري ته ویلي چې د وتلو مهالویش یې باید له له شپږو میاشتو څخه تر یو کال اوږد نه وي، دغه راز به له افغان حکومت سره مستقیم مذاکرات هم نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *