تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې خبره غبرګون ښودلی چې ولې یې هند په افغانستان کې د داعش ضد جګړې ته وربللی دی؟

ټرمپ په خپل تازه بیان کې له روسیې، هند، ترکیې او ایران څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل رول ولوبوي: (( ګورئ هند د ترهګرۍ خلاف نه جنګېږي، موږ جنګېږو، په خوا کې یې پاکستان هم دی، هغوی ډېر کم جنګېږی، ډېر زیات کم، دا عادلانه نه ده چې موږ له ۷ زره میله واټن څخه هلته جګړې ته ولاړ شو.))

خو د ټرمپ دې څرګندونو د پاکستان اندېښنه راپورته کړې چې ولې امریکا په افغانستان کې د هند رول او نقش زیاتول غواړي؟

خو د ستراتیژیکو مطالعاتو یو څېړونکي قمر چیمه ویلي، د سارک سازمان هیوادونه باید په سیمه کې د ترهګرۍ ضد کړنې کنټرول کړي: (( هند فکر کوي چې باید ټولو سیمه ییزو هیوادونو سره همکاري وکړي، ګني سارک سازمان به راپورته شي او دا کار به وکړي، خو امریکا نه غواړي داعش سره په جګړه کې سارک سازمان ورګډ شي.))

ښاغلی چیمه زیاتوي، پاکستان امریکا ته ژمنه ورکړې چې په افغانستان کې به خپلې قانوني منافع لټوي، خو هند ته به اجازه ور نه کړي چې له هغه ځایه د پاکستان ګټې وګواښي.

که څه هم هند د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو دغه هیواد تل په افغانستان کې د یو بنسټپاله حکومت چې د پاکستان تر مستقیمې اغېزې لاندې وي تل مخالفت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *