چاریکار ښار

تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: وسله والو غلو د پروان سېدخېلو ولسوالۍ کې د پولیسو له څلورو افسرانو څخه  د دوی وسله او پيسې لوټلي دي.

د پروان یو باوري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي پېښه د چهار شنبې په شپه سعدالله پل سیمه کې شوې او امنیه قومندانۍ تر اوسه پټه ساتلې ده.

 د سرچینې په حواله، وسله والو غلو د امنیه قومندانۍ جنايي امر، د تروریزم مرستیال، د ټولي قومندان او یو بل پولیس افسر په سیدخېلو ولسوالۍ کې درولي، وسلې، پيسې او نور ورسره شیان یې ترې وړي دي: (( غله هم څلور کسان وو چې تر اوسه یې دوه کسان قومندانۍ نیولي او دا خبره یې له شرمه پټه ساتلې ده.))

سیدخېل د پروان د نهو ولسوالیو له منځه ناامنه ولسوالي ده چې نامسووله وسله وال او طالبان په کې پراخ فعالیتونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *