تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: هندي رسنیو راپور ورکړی چې په اسیا کې له ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ د مخنیوي صندوق یا ایف، ای، ټي ایف څانګې ایشیا پيسفیک ګروپ د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله تور لیست ته اچولی دی.
هندي رسنیو د ایشیا پیسفیک ګروپ د مسوولانو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په خپلو ۴۰ ژمنو کې پاتې راغلی او ۳۲ ژمنې یا کورنۍ دندې یې تور لیست ته د نه غورځېدو لپاره نه دي ترسره کړي.
راپور وايي، پاکستان ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو د مخنیوي په برخه کې هم له ۱۱ ژمنو څخه ۱۰ ژمنې نه دي پوره کړي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبر رد کړی او تش اوازه یې بللې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په دې تړاو چې ګواکې پاکستان تور لیست ته اچول شوی، ټول نشر شوي خبرونه درواغ او تشې اوازې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسیا پیسفیک ډلې بیا په خپله بیانیه کې ویلي، د چین، تایپي، هانګ کانګ، پاکستان، فلپین او سلیمان ټاپو وزمې په تړاو یې خپل راپورونه بشپړ کړي دي او پایلې به یې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې معلومې شي.