تاند- امریکایانو تېر کال د انلاین (انترنیټ) مینې په خاطر ۱۴۳ ملیون ډالره بایللي دي. دومره پیسې امریکایانو په بله کومه درغلۍ کې نه دي بایللي.
د سي این این تلویزیون د جمعې د ورځې (اګست۲۳) د راپور له مخې، یوازې تېره اوونۍ فدرالي چارواکو وویل چې په لاس انجلس کې یې د یو شمېر نایجریایانو په ګډون ۸۰ تنه د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د رومانس سکیم یا د مینې د دسیسې د کاروبار په تور نیولي دي.
د فدرالي سوداګرۍ کمیسیون خبرداری ورکړی چې امریکایان تر بل هر تقلب د دروغي مینې په دسیسه کې زیاتې بیسې بایلي.
د راپور له مخې، په ۲۰۱۸ م کال تر ۲۱ زره زیاتو امریکایانو ۱۴۳ ملیون ډالره بهر ته لېږلي دي.
عموماً ښکلي هلکان یا نجونې مقابل لوري ته د انترنیت له لارې ځان ښکاروي، انډیوالي ورسره جوړوي او په پای کې د واده ژمنه ورکوي خو په عین حال کې ورته راز راز پلمې کوي چې پیسو ته عاجله اړتیا لري او په یو نه یو چل ورڅخه پیسې اخلي او بیا بې درکه کېږي.
امریکائیانو په انلاین تقلبی مینه کی یوازی ډالرونه نه دی بایللی بلکه د نړیوالی کازینو د تقلبی مینی پر میز ئی وینه او آبرو او عزت هم بایللی دی