جنرال عبدالرشید دوستم

تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو وار بیا پر ارګ بې مخینه لفظي برید کړی او ویلي یې دي د ارګ کوچنۍ واکمنه ډله د حکومت له نوم نه په استفاده ولس تېرباسي او د امنیت ټینګولو وسه نه لري.

جنرال دوستم دا خبرې بیګاه شپه په جوزجان کې له یو شمېر پلویانو سره په لیدنه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې ارګ هیڅ طرحې ته پام نه دی کړی.

ښاغلي دوستم ویلي، افغانان د اوسني حکومت بدلون غواړي خو دا کار باید په ډېر تدبیر وشي: (( د ارګ کوچنۍ ډله د ولس د غولونې لپاره داسې ناشناسه کسان په مذاکراتي ټیم کې شاملوي او د حکومت په نوم یې ورمخامخ کوي چې نه طالبانو سره سم پېژني او نه هم افغان ملت په اړه پوهېږي.))

 جنرال دوستم زیاته کړې، که ارګ غواړي چې د قومونو او سیاسي رهبرانو تر منځ د بې اتفاقۍ د اچولو په دوام به خپل حکومت وغځوي، دا یو خوب دی چې دده په وینا ارګ به یو وار بیا په دې چلونو ورته ونه رسېږي: ((د ارګ واکمن ډېر تنګ نظره دي پر نورو عقدې سړوي اودا سیاست به یې نوره نتیجه ور نه کړي.))

جنرال دوستم په داسې حال کې پر ارګ نیوکې کوي چې ولسمشر غني وویل، دوستم ده له خپله څنګه نه دی شړلی، بلکې دهغه مسئله حقوقي ده او دی په حقوقي مسایلو کې هیڅکله کار نه لري.

One thought on “دوستم: ارګ د هغو تنګ نظرو په لاس کې دی چې پر خلکو عقدې سړوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *