تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: د کندهار ځايي چارواکي د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۶ کسانو د مړینې او ۱۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

 د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي تاند ته وویل، پېښه نن سهار اووه نیمې بجې د میوند په تورو سیمه کې شوې ده: (( پېښه د سراچه موټرو د ټکر له امله شوې ده چې درې ښځې، دوه ماشومان او یو موټروان په کې وژل شوی دی، ټپیان مو میرویس روغتون ته رالېږدولي دي.))

 د احمدي په خبره دغه موټر له ګرشک نه د کندهار ښار پر لور روان و.

کندهار کې د لارو د خرابوالي له کبله د ټرافیکي پېښو، د سړک د غاړې ماین چاودنو او ټکرونو پېښې زیاتې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *