په وروستیو دوو ورځو کې پر خواله رسنيو تر ټولو جدي بحثونه له طلوع نېوز سره د ولسمشر غني د وروستۍ مرکې په تړاو دي، هر لوری پرې د خپل دریځ مطابق نېوکې او خبري لري؛ خو دې مقاله کې يې پر ژورناليستک چلند، ادبیاتو، موخه او تبلیغ بحث کېږي.

طلوع نېوز د زمري پر ۳۱مه (جمعې شپه ) د طالبانو او امریکا د مذاکراتو ممکنه هوکړې ته له رسېدونکې ناستې ټیک ۶ ساعته وروسته له ولسمشراشرف غني سره په ژوندۍ بڼه مرکه پيل کړه.

د یوه ساعت او ۱۸ دقیقو دا مرکه د طلوع نیوز تر ټولو احساساتي، جدي، پرته له ډاره او خورا ننګونې مرکه بللې شوو، چې دواړه لوري [مرکه ورکوونکی او مرکه کوونکی] پکې څو ځايه د فشار او غوسې ښکار شول؛ اما د سیاسي مسايلو او سولې په برخه کې د رامنځته شوي معلوماتي تشې او چاپيریال لپاره له زماني اړخه تر ټولو پر ځای مرکه وه.

د مرکي برخورد او ادبیات:
د مرکې په پيل کې مرکه ورکوونکي (ولسمشر غني) بحث ته د خوښې په نیت د داخلېدو پيغام ښکاره کړ، په خورا ورین تندي يې بسم الله وويله او په مسکي اندازه کې يې د مرکې لپاره مننه وکړه؛ خو مرکه وروسته وروسته جدي شوه.

دا مرکه د چلند له لحاظه په درېیو برخو وېشل کېدای شي:
• لومړۍ برخه : له لومړۍ دقیقې تر ۳۱مې دقیقې
• دویمه برخه: له ۴۰مې دقیقې تر ۵۵مې دقیقې
• درېپمه برخه : له : ۰۱:۱۰ دقیقې تر پايه

د ژوناليزم تيوريانې مرکې په بېلا بېلو برخو ويشي؛ خو سیاسي مرکې يا په ټوله کې له سیاسیونو سره مرکې پر وضعيت کېدونکي ټولې مرکې ننګونې مرکې بلل کېږي، چې خورا جدي وي.

دا په ټوله نړۍ کې معمول دی، چې په ننګونو مرکو کې پوښتنې خورا سختې او مرکه کوونکي تر فشار لاندې د راوستلو هڅه په کې کيږي، خو يو څه چې ژورناليزم اجازه نه ورکوي د مرکه کوونکي ناسم برخورد دی.

تاسو به پر جیو ټلويزيون د[ جرګه] خپرونه لېدلي وي، چې همېشه بحث جوړونکي او د رسنيو لپاره يې توليدي مواد زیږولي دي، خو د دې خپرونې چلوونکی سلیم ساپي په خورا دوستانه برخود سره انتقادي او زیږه مسايل مطرح کوي او خپل ځوابونه ترلاسه کوي.

رويش کمار او رجت شرما د هند د ژونالیستیک مارکېټ همدغسې پېژندل شوي ژورنالیستان دي، چې په دوستانه برخورد کې پر خورا سختې مرکې کولو مشهور دي.

د طلوع نېوز پر خبریال ښاغلي نجفي زاده صېب يوه نېوکه دا وي، چې په خپلو ټولو مرکو په ځانګړې ډول له ولسمشرغني سره يې په وروستۍ مرکه کې برخورد دوستانه نه و.

د بېلګې په ډول:
• پوښتنې په جدیت سره مطرح کېدې.
• مرکه کوونکي د ولسمشر خبرې ژر قطع کولې
• ځينې خبري په کې په تمخسري شکل کېدلې او په ټوله کې يې څېره (Nature) او بدن ژبه (Body Language) دوستانه نه وو.
دا چاره نه يوازې مرکه خرابوي؛ بلکې د ژورناليزم اخلاق نه ايجابوي، څو په خپل برخورد او نېچر سره مرکه ورکوونکی خپه، تر فشار يا تمسخرو لاندې راوستل شي.

پوښتنه دا ده، چې مرکه ولې ننګونې او غوسه يي حالت ته داخله شوه.
وړاندې يادونه وشوه، چې دا مرکه د برخورد له پلوره په درېيو برخو وېشل کېدای شي:

اول: ۳۱ قیقه
د مرکې پيل په جدیت سره وو، خو ولسمشر هڅه کوله، چې ځوابونه يې منطقي او په حوصله وي اما د مرکې په ۳۱مه دقیقه کې ولسمشر ولې په غوسه شوو؟

په ۲۹مه دقیقه کې د مرکه کوونکي پوښتنه دا وه:
څه تضمین کولی شي، چې ولسمشريزې ټاکنې به د تېرکال او د ۲۰۱۴ ټاکنو په څېر نه وي؟

مرکه ورکوونکی (ولسمشر) دا په تاسو پورې او افغان ملت پورې اړه لري.. کمېسیون ما نه دی ټاکلی، …. نو تاسو رسنۍ ولې د ټاکنو په تړاو شکونه رامنځ ته کوئ؟ دلیل او مقصد مو څه دی يا که ستاسو اعلانونه کم شوي..

مرکه کوونکی (نجفي زاده) نه هيله کوم ، د تېر په تړاو وواياست ښاغلی ولسمشر!
ولسمشر: نه زه درته د تېر په اړه وايم …
نجفي زاده: ۲۰۱۴ چې تاسو يې له امله پر دې څوکۍ ناست ياست….
دا هغه مسئله و، چې ولسمشر يې راوپارولو، د دې ادبیاتو له کارولو مطلب ولسمشر او فعال یا لوستو مخاطبينو ته دا وو، چې ولسمشر په ۲۰۱۴ انتخاباتو کې په درغليو واک ته ورسېدلی او ولسمشر شوو.
ځکه خو د ولسمشر ځواب ورکړ، چې زما يوه يوه رايه درې ځلې حساب شوې او منتخب ولسمشر يم….

تر دې وروسته د مرکې په ۴۷مه دقیقه کې ولسمشر ته څو انځورونه وښودل شوو.
له دې انځورونو ښودلو د خبریال مطلب ولسمشر ته دا وو، چې تاسو مهمو غونډو کې يوازې محدود نږدې کسان له ځان سره کېنوی يا که دقیق وويل شي، ولسمشر ته يې غوښتل ووايي، چې ستاسو په مهمو غونډو کې د حکومت مهم شریکان نه وي ؟
دا هم د جنجال او غوسې رامنځته کېدو بل ټکی و، خو د مرکې په وروستۍ برخه کې دواړه دوستانه حالت ته داخل شوو او پای يې ډېره ښه وه.

موخه
هر مرکه د يوه هدف لپاره وي، زما په اند ( د توطیې د تيورۍ له پلوه ) داسې ښکاري چې طلوع هڅه وکړه، چې په اساس وخت کې د ولسمشر دريځ معلوم کړي، ځکه د مرکې ډېر پام د سولې په خبرو او له واکه د ولسمشر د تېرېدو د دریځ په معلومولو ورټول و.

زما په خپل اند: (( طلوع ممکن د بهرنيو لخوا دنده درلوده، چې په داسې حال کې چې ښايي امریکا له طالبانو سره د سولې مذاکرات نهايي کړي نو په دې وخت کې د ولسمشر دریځ څه دی، یانې غوښتل يې ولسمشر معلوم کړي، چې څه دريځ لري))

دا زما شخصي نظر دی او ممکن دا نظر سم نه وي، خو طلوع نیوز وتوانېد، د يوې معتبرې رسنۍ په توګه په همدې احساس وخت کې ولسمشر سره مرکه وکړي او دريځ يې خلکو ته روښانه کړي.
د طلوع نيوز دا مرکه په همدې لحاظ د ستایلو وړ ده.

تبلیغ :
په اوسني شرایطو کې د طلوع نيوز دا مرکه کاملا د ولسمشرغني په ګټه وه ځکه :
ولسمشر په کې مرکه کې ملت ته وويل، چې د دارالامان ماڼۍ په پرانیستغونډه کې يې سیاسيون دعوت کړي و، خو هغوی رانغلل
ولسمشر په دې مرکه کې وويل، چې د خلیل الله فیروزي خوشې کول د ده کار نه دی. يانې هغه ګونګسې يې ځواب کړې، چې ويل کېدل ولسمشر فیروزي د خپل کمپاين لپاره خوشې کړی.

ولسمشر په دې مرکه کې هغه معلوماتي تشه هم ډکه کړه، چې خلک د سولې د مذاکراتو په تړاو معلومات نه درلودل
او په ټوله کې د ولسمشر لپاره، چې خپله هم يو کاندید دی، په وړيا ډول کمپاين وو.
او….

پايله
له ولسمشر سره د طلوع نيوز مرکه په زړه پورې او په ښه وخت کې وه، چې د يادې رسنۍ اعتبار او مسلکيتوب ښيي. همداشان ښاغلي نجفي زاده وښوده، چې يو پياوړی خبریال دی او کولی شي، هر وخت له هر سیاسي رهبر سره مرکه تنظیم او چلنجي پوښتنې ترې وکړي، خو پر ده او ټلويزيون يې نېوکه ده، چې د مرکو پرمهال يې نېچر جدي او برخورد يې ناسم وی: هغه څه چې د ژورناليزم اخلاق يې نه ایجابوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *