شنبه ۲/۶/۱۳۹۸
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په ثمن کلي کې بیګاه شپه د ولسي پاڅون کوونکو د یوه کمین په ترڅ کې شپاږ(۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه(۵) تنه ټپیان شوي او د طالبانو اړوند یو(۱) میل پیکا، یو(۱) میل درازنوف، یک(۱)
میل راکټ، یو(۱) میل کلاشینکوف او یو(۱) عراده موټر سایکل د پاڅون کوونکو لاسته ورغلي دي.
په یاده پیښه کې د ولسي پاڅون یو وسله وال هم ټپي شوی دی.
بلخوا تیره ورځ او تیره شپه د غزني ولایت د ده یک او قره باغ ولسوالیو اړوندو کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوایې بریدونو کې څلور(۴) وسله وال طالبان وژل شوي دي.
