زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هغه اوازې رد کړې ګنې د قطر په نهم پړاوخبرو کې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د یوه موقت حکومت پر جوړولو موافقې ته رسېدلي دي.

ازادي راډیو وايي چې د خلیلزاد دفتر نن (شنبه) په یوه لنډکي ای ایم ایس کې ورته وویل، دا اوازې هیڅ حقیقت نه لري.

تر دې مخکې طالبانو ته یوې متمایلې ویبپاڼې راپور ورکړی و چې د دوحې په خبرو کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی او طالب استازي په افغانستان کې د یوه څلور میاشتني موقت حکومت پر جوړېدا سلا شوي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین هم یو ساعت مخکې په یوه ټویټ کې دا اوازه رد کړه.

شاهین لیکلي« کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نلري.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا سفیر نن په بلخ کې وویل چې امریکايی ځواکونه به تر هغو له افغانستانه ونه وځي چې په افغانستان کې سوله نه وي ټینګه شوې.

جان بس دا خبره د بلخ له والي سره په کتنه کې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *