تاند- د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه مکې ته لاړ او د عمرې د ادا کولو ترڅنګ یې د دغه هیواد له چارواکو سره وکتل.
د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر غني مکې مکرمې ته له رسېدو سره سم عمره ادا کړه او همداراز یې د مکې په ستر جومات کې له جګپوړو سعودي چارواکو سره ولیدل.
د سعودي بله رسنۍ، عرب نیوز وايي چې د افغانستان ولسمشر پرون (شنبه) په رسمي سفر جدې ته ورسېد او د دې ولایت والي شهزاده میشال بن مجید، د سعودي د سوداګرۍ او پانګونې وزیر ډاکتر مجید القصابي، په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسیم بن محمد الخالدي او یو شمېر نورو چارواکو یې هرکلی وکړ.
سعودي رسنیو د خپل هیواد له چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی غنی په داسې حال کې سعودي ته تللی چې ویل کېږي په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې نهايي کېدو ته نژدې شوي دي.
امریکايي چارواکي هیله لري چې په یوه اوونۍ کې به له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.