پوهاند محمد بشیردودیال

(د غازی میرزمانخان د ژوند او کارناموپه اړه د علمی سیمنار په مناسبت)

نهضتونه او غورځنګونه که له یوې خوا دکتورینو او دنظریاتو طراحانو ته  اړتیا لری، له بلې خوا د عمل د ډګر زړورو سپاهیانو ته هم اړتیا لري، پرته له هغه به مفکوره او ایدیا  که څومره هم عالی او ژوند بښونکي وي، تحقق ونه مومي. د افغان- انګلیس درېیمه جګړه داسې وخت کې پیښه شوه چې د استقلال بیرته تر لاسه کولو ته ذهنیتونه  جوړ او ملت قیام ته چمتو شوی و. تیرو دوو جنګونو سره له دې چې ترمنځ یې ډیر کلونه تیر شوی وو، خو بیاهم دا زمینه یې برابره کړی وه، چې په درېیم ځل به  افغانان د ښکیلاک جغ په قطعي ډول یوې خواته غورځوی او انګریزانو سره به خپل حساب پاکوي. د لومړي مشروطیت سرسپارلیوروڼاندو، خپل وطن، استقلال، عقیدې او افغانیت ته متعهدو ننګیالیو د امیر عبدالرحمن خان دخونړي قهر او ساتور لاندې د آزادۍ او خپلواکۍ زمزمه توده کړه، خو استبداد او ښکیلاک دوی یو یو او ډله ییز له منځه یووړل، خو د خپلواکۍ غوښتلو غورځنګ او وینه نوره هم په جوش او خروش شوه، دا ځل د مشروطیت او استقلال دوهم غورځنګ راپورته شو. د مشروطيت د دویم غورځنګ غړیو سیده د مشروطیت دلومړی غورخنګ له قربانیو او په ناسیده توګه د افغانی سید له شاګرد محمود طرزي څخه الهام اخیست. 

علامه سید جمال ادین افغان  اومحمود طرزی( د افغانستان د مطبوعاتو پلرا) اود استعمار او استبداد نامتو مبارزین

د دوهم مشروطیت غړی:  په خپله محمود طرزی، عبدالهادی داوی ، ميرسيد قاسم خان، عبدالرحمان لودين، تاج محمد پغمانی، سیدغلام حیدر لغمانی(پاچا)، ميرغلام محمد غبار، محمد انوربسمل،  اویو شمیر نور وو. محمود طرزی د دی دوری د مشروطیت او استقلال غوښتنې یو سرلاری و. د استبداد او استعمار ضد دغه منور مخکښ د استقلال لپاره په سراج الاخبار کې سنګر ونیو، دحی یاعلی الفلاح غږ یې اوچت کړ. سره له دې چې امیر حبیب الله د ده دغه غږ بی وخته وباله، خو د طرزی اراده لا هم پیاوړی وه. استعمار امیر حبیب الله خان او د ده څو درباریانو ته له روڼاندو ویره تلقین کړه او دټولو منورینو فزیکی له منځه وړل او د پوهې او معرفت د معنوی اعدام دستور یې ورکړ، خو د پوهې کومه ډیوه چې طرزي او د ده پلویانو د غازی امان الله خان په ملاتړ ولګوله، لا ځلنده او بلنده را څرګنده شوه. د حی یاعلی الفلاح دغې نعرې ته باید سر سپارلیو غازیانو او سرتیرو هم رادانګلی وای. په دې کې یو هم میرزمانخان کنړی(لوی خان) و. هغه د استقلال د وروستۍ معرکې څخه لا دمخه امان الله خان سره محشور و. امان الله خان لوی خان ته  ورور ویلی و. یو ورور په مرکز کابل کی له روڼاندو او نورو مخورو سره د ازادۍ سیاسي نقشه سنجوله، بل ورور د مومندو غیرتی علاقه او دهیواد شرقی تاوده سنګر کې د انګریز تر زنې لاندی د تودې معرکې او مخامخ تورې آزمایلو ته ځان برابراو. غازي امان الله خان په دریو استقامتونو (جبهو) کې ملی اردو سوق او د افغان- انګلیس درېیم آزادیبخش جنګ یې پیل کړ. تر اوسه چی موږ زیاتره اخځ ګورو دغه دری جبهې پکې ډیرې تشریح شوي دي. په تیره بیا د ټل او واڼه دجبهی شرح ډیره راغلی ده. خو ګڼ شمیر پخوانیو لیکنو کې د کمکی خیبر، ډکې، بریکوټ ، ګله پیچ او کاوټي  او بیا په مجموع کې چترال چې دا ټولې سیمی د ختیځ جبهې استقامت کې وې، د دې شرح موږ ته یو څه نیمګړی ښکاري. دهغه وخت د ثبت شویو وقایعو او نویو څیړنو له مخې ویلای شو چې دجنرال ص.م. په شا راتګ سره سم په حقیقت کې له انګریزي استعمار سره څلورمه جبهه دولسي ننګیالو له خوا پرانیستل شوه او فتح هم شوه. په تیره بیا د ۱۹۱۹ کال د می دمیاشتی لومړی نیمایی برخلیک جوړوونکی ورځې وې. د بریګیډ بالدوین د مجهز لښکر او د هغوی د هوایی ملاتړ سره سره انګریز ونشو کولای چې ډیر پرمختګ وکړي، نوځکه انګریز خپل یو بل له نظامی پلوه د لوړې رتبی او د جنګی تجربی له پلوه  پوخ قوماندان جنرال فاولر هم دغی جبهی ته مارش کړ. د می ۱۴مه د جګړې ترټولو سخته ورځ وه. د افغانی اردو قوماندان ص.م.خ. اراده ډیره ضعیفه شوی وه، منظم پوځ او د سوق او ادارې ترمنځ اړیکه شلیدلی وه، خو افغانی باتورو سر تیرو او ولسي لښکر لا هم مقاومت کاو ، خو پورته په ارکان کی ستونزه وه. د دغی پیښې جریان په مختلفو بڼو راغلی او ډیر تکرار شوی دی، دلته یی د تشریح ضرورت نشته. مهمه داده چې د ټول افغانی مقاومت د شاته راتګ مخه باید نیول شوی وای، باید ملاتړی ځواک ډګر ته داخل شوی وای، باید د غازی امان الله خان پت او عزت او د استقلال د داعیې ننګه دسرونو په نذرانه ساتلی شوی وای. همدا مهال غازی میرزمانخان د شرقی جبهی سپر او ډال شو.

غازی امان الله خان  او میرزمانخان کونړی

د می د میاشتې  ۱۶مه لا د اتلولی او قربانیو ورځ وه. په کونړ ، ننګرهار او لغمان کې ولسی لښکر د میرسید پاچا، غازی میرزمانخان، د اسلامپور پاچا صیب، د چکنور ملا صیب او  سید احمد تر لارښوونې لاندې پر مخ ولاړل او د می تر ۱۸مې یې راقمونه فتح کړل. له همدې ورځې وروسسته د جګړی راتلونکی وضعیت د افغانی لښکر د بری شاهدی ورکړه.

ځینې وګړي د فکر او تدبیر او ځینی نور بیا دعمل او منډو- ترړو اتلان وي. غازی میرزمان خان په دواړو ډګرونو کې مخکښ و. د هغه هیڅ تدبیر خام نه و او همدومره هم عملګرا شخص و. 

له بده مرغه تر اوسه پورې  زموږ مخکی پراته ماخذ تر ډیره د درانه تاریخپوه  م.ص. فرهنګ او ارواښاد کاکړ لیکنې دغه زماني واټن پوره نه تشریح کوی، د استاد عطایی لنډ تاریخ چې  خورا علمی او دروند اثر دی، خو ریښتیا هم ډیر لنډ دی، سرسری ورڅخه تیر شوی او دمشرقی جبهې معلومات یی مختصر دي، علامه عبدالحی حبیبی  او غبار څه ناڅه د دغو غازیانو حق ادا کړی دی. دغه آثار او د کابل درنې او علمی مجلې مقالی زیاتره د ۱۹۴۲م. یا ۱۳۳۵۰ش. کلونو څخه راوروسته دی. په تیره بیا د اصلاح د اخبار مقالې هم نیمګړی دی. له دې وروسته چې د تاریخ انجمن کوم کار کوی،  ټول د استبداد د حاکمیت په شرایطو کې دي . دغه مهال میرزمانخان د یوه ریښتنی امانیست په توګه څان تثبیت کړی و. د دې ضرورت نشته چې دا مهال موږ د امانیستانو او د استقلال د معرکې د اتلانو له ناخوالو ډک حالات بیا بیا را یادکړو، بلکې هغه ټولو ته ښه معلوم دي. 

د استقلال د استرداد یو سرسپارلی غازی، لوی خان ( میرزمانخان)  چې د استقلال له محصل او د ترقی او پرمختګ د بانی غازی امان الله خان په وړاندی یې د وروری ثبوت او د استقلال په وړاندی یې خپل دَین په پوره میړانه او صداقت ادا کړی ، اوسني وخت کې یې ژوند او کارنامې لازیاته څیړنه غواړي.  زموږ د تاریخ لیکوالو یو دروند رسالت دا دی چې د دغه زمانی واټن تشیال باندی کار وشی. دا یواځې د میرزمانخان د جانفشانی او میړانی د روښانولو په خاطر نه، بلکې تر دې زیات؛ لا هم دغه دوره کی، په تیره د ختیځ د جبهی د وضعیت ښه تحلیل نور هم باید وشی. دا ځکه چې موږ لا اوس هم د هیواد په دغه سیمه کی ډیر څه تر خاور لاندې وینو. د استقلال د استرداد د کال د می له شپاړسمې وروسته خصوصاً د انګریز  قوماندان (سممبورپالمر) راتګ سیمی ته او بیا تر هغو پورې چې د اګست په اتمه انګریز اوربند ته غاړه ږدي او دا چې کوم کنډوونه، غونډۍ او بریدونه افغانی ننیګیالو ته سپاری او دغه متارکه په حقیقیت کی دهغه مهال د شوی سولې کرښه معلوموی چې باید وروسته تر هغه انګریز او دهغه په لاس د جوړ شوی ستبلشمنټ ( د پاکستان په نوم دلوی هندوستان او تاریخی افغانستان څخه د دوو جلا شویو برخو په واسطه یوه مصنوعی جغرافیه ) ملیشې باید وړاندې نه وای راغلی. بویه چی موږ په هماغه کنډوونو او فرضی کرښه چی د۱۹۱۹ کال اګست کی د سولی کرښه  اعلان شوه متمرکز شو. دا چې اوس دغه بریدونه چیرته د ی او څوک ورباندی پراته دی، روښانه کول غواړی. 

غازی میرزمانخان د یوه وطنپال او صادق سپاهی په توګه په میړانه امانی نهضت ته د یوه واقعی وفادار په توګه  بریالی آزموینه ورکړه، له نیکمرغه اوس یی په فرهنګی ډګر کې درنه او لویه خیلخانه بوخته ده. هیله لرو دوی په خپل تاریخی ویاړ او پلرنی رشادت د سیمې په اړه شواهد او واقعات روښانه کړی. د ننګرهار پوهنتون د تاریخ دیپارتمنت په ۳۱/۵/۱۳۹۸نیټه په ننګرهار پوهنتون کې د ننګرهار ولایت، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ، زمانی فونډشن او د ننګرهار پوهنتون له خوا  دمیرزمانخان د کارنامو په اړه دایر شوی علمی سیمینار، یوه لویه لاسته راوړنه بولی، خو د لازیاتو څیړنو د پیل کولو یو تعهد یی هم بولو. د سیمینار په پای کې یوه ارزونه وشوه. ارزونې وښوده چې د دغه علمی سیمنار دایریدل زموږ مخی ته د یوې لویې او مهمې څیړنیزې پروژې د ترسره کولو مسئولیت راوسپاره. دا مهم مسئولیت باید تر سره او ډیر نوی حقایق باید ومومو او د مومندو د لویې علاقې، د  نورستان، کونړ او ننګرهار ختیځ سنګرونه وپالو او دلته د نذرانه شویو وینو د هر څاڅکي لپاره ډیوې بلی کړو او همداسې یې بلې وساتو. د ختیز د ستر نابغه، د استبداد دسترګو د اغزي او د اسلامی نړۍ لوی افتخار، علامه سیدجمال الدین افغان ټاټوبی (کونړ) د غازی میر زمانخان ټاټوبی هم و ، پاک پروردګار دې د ده اروا ښاده لري، الله پاک دې فردوس جنت ورته په نصیب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *