د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، تراوسه پورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوازې ۲ کاندیدانو د میزان د ۶ نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره خپل څارونکي ورمعرفي کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هغه دوه کاندیدان دي چې خپل کاندیدان یې ورپېژندلي دي خو نورو کاندیدانو له دې سره سره چې انتخاباتو ته ۳۳ ورځې پاتې دي، هیڅ څارونکی نه دی اعلان کړی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې کاندیدان د راتلونکي سپټمبر تر ۲۱ پورې، یعني تر انتخاباتو یوه اوونۍ وړاندې خپل څارونکي معرفي کولی شي.

یو شمېر کاندیدان په انتخاباتو باور نه لري او یو شمېر نور نه غواړي چې انتخابات وشي.

پرون (شنبه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه کاندید شهاب حکیمي د کابل په چهاراسیاب کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د دې پر ځای چې خپل پلویان په انتخاباتو کې ګډون او رای ورکولو ته وهڅوي، انتخابات د سولې بدیل وبلل او پر خلکو یې ږغ وکړ چې د ده په شان د انتخاباتو په پرتله د سولې ملاتړ وکړي.

د انتخاباتو په تړاو په یوه بل خبر کې اجراییه ريیس او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله نن د خپلو ښځینه پلویانو په یوه غونډه کې وویل چې په لنډو ورځو کې به ښه خبر اعلان کړي.

ویل کېږي چې د ښاغلي عبدالله اشاره عطامحمد نور ته وه چې ممکن د ده ټیم ته ورواوړي.

تر دې وړاندې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د انتخاباتي ټیم دوهم مرستیال محمد محقق د عبدالله پلویتوب اعلان کړ.

د ښاغلي اتمر انتخاباتي ټیم سره پاشل شوی خو ده په خپله تر دې دمه د کوم انتخاباتي ټیم ملاتړ نه دی اعلان کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *