محمد شفیق شرفزی

لومړۍ برخه

دغه لیکنه مې د هغه تجربو، مشاهدو او لاسته راوړنو مجموعه ده، چې د کلونو راپدېخوا مې د تدریس په بهیر کې ترلاسه کړې. د موضوع د اوږدوالي په سبب، غواړم په دوه برخو کې یې ستاسې درنو لوستونکو حضور ته تقدیم کړم، چې لومړۍ برخه یې د اصلاحي تدریس (Remedial Teaching) په اړه ده او دوېمه برخه به انشاالله د ښوونکو د مسلکي ودې په اړه وي.

ښوونه او روزنه د نن په پرمختللي تعلیمي دور کې پر فلسوفانه نظریو باندې ولاړ، د ارواپوهنې په روشونو مشتمل، په ساینسي طرز سره استواره او د ټولنیزو اساساتو پربنا تکیه ده. د زده کوونکو ذهني وړتیا، علاقې او میلان مطابق د تدریس طریقه اختیارول د نوي عصر ښوونیز سیستم له ټولو ښکاره صفت دی.

په زده کوونکو کې د ذهني او جسمي تفاوت او فرقونو څخه پرته پر مضامینو باندې د پوهې او درک لیدونکي انفرادي تغیرات، د علم زده کړې سره د میل او رغبت څخه پرته پر احساساتي، ټولنیز او ثقافتي اړخونو کې هم ښکاره فرق لیدلی شو.

د زده کوونکو ذهني، جسمي، احساساتي، ثقافتي او ټولنیز اختلافي حیثیت ته په کتو تدریس برابرول له یو پلوه د ښوونځي او ښوونکي مسؤلیت دی او له بله پلوه د هر زده کوونکي اساسي حق هم دی. د زده کوونکو په زده کړه او د صلاحیتونو په پرمختګ کې د ښوونکي اګاهانه او مسؤلانه چلند خورا اړین دی.

د تدریس په جریان کې په ټولګي کې هغه زده کوونکي، چې زده کړه یې سسته( ضعیفه) وي(slow learners) هر ښوونکی حتماً ورسره مخامخ کېدونکی دی. ضعیفه زده کوونکو ته غبي، تنبل، لټ او احمق ویل او یا هغوی تحقیرول او ترټل د تدریس له هنر سره په ټکر کې خبره ده، د سستې زده کړې زده کوونکي په خپل حال پرېښودو او په همدې طریقه تدریس کولو سره په هغو کې کوم تغیر نه شو راوستلای، نو پدې صورت کې دې تدریس ته بریالی تدریس هم نه شو ویلای.

د ښوونکي په دې عمل سره سست اکتساب (slow learners) زده کوونکي نه یواځې داچې څه نه زده کوي، بلکه هغوی له زده کړې څخه متنفره کېږي او د زده کړې جذبه یې سړېږي. سست زده کوونکي له نورو چټکو زده کوونکو څخه په جدا کولو سره هم ښه نتیجه نه ورکوي، پدې سره هغوی د کمۍ او مایوسۍ احساس کوي. ښوونکي په اختراعي تدریس سره کولای شي، چې د هغوی زده کییزه تنده خړوبه کړي او شوق او ذوق یې درس سره تامین کړي.

د ښوونکي مسلسله هڅه او حوصله سست زده کوونکي له نورو عامو زده کوونکو سره په یو قطار کې برابرولی شي. د ښوونکي په همکارۍ او شفقتمنده کړنو او ډېرو هڅو سره کولای شو، چې په سستو زده کوونکو کې د علاقې او اعتماد فضا جوړه کړو. د بهتره اجرا د غوښتنې پر ځای ښوونکی باید سستو زده کوونکو ته د تدریس طریقه بدله کړي او داسې میتود څخه کار واخلي ترڅو ټول زده کوونکي په یو شان سره زده کړه حاصله کړي.

د ښوونکو لخوا مرستندویه او همدردانه طریقه غوره کولو سره تدریس پرمخ وړلو ته اصلاحي تدیس (Remedial Teaching) ویل کېږي. او د ښوونکو لخوا د سستو زده کوونکو تشویقول او هغوی د زده کړې په اصلي دایرې کې شاملول د اصلاحي تدریس بنسټ دی. اصلاحي تدریس په هر مضمون کې د تطبیق وړ دی.

د زده کوونکي انفرادي تفاوت پېژندل او د هغې مطابق د زده کړییزې پروسې مخ ته وړل د اوسني عصر زده کړییز سیستم تقاضا ده. پدې زده کړییز مقصد کې لومړی د سستو زده کوونکو پېژندل خورا اړین دي، په تعلیمي ډول د وروسته پاتو زده کوونکو له نښه کولو وروسته په اصلاحي تدریس میتود لاس پورې کولو سره ښه نتیجه په لاس راوړلای شو، مانا دا چې لومړی باید زده کوونکي تشخیص کړو بیا تدریس وکړو، په دې ځای کې غوره لاره داده، چې د (بلوم له ټکسانومۍ) څخه ګټه واخلو.

د ښوونکي پر اصلاحي تدریس سره عمل کول او پرمخ بیولو سره پسمانده زده کوونکو کې زده کړییز صلاحیتونه پرمختګ کوي او هغوی په فعالانه ډول د ټولګي په ټولو فعالیتونو کې بوختولای شو.

که ښوونکی له ضعیفه او سستو زده کوونکو سره بې علاقګي، بېزاري، نه توجو، نه مرسته او په ټوله کې ترې بې تفاوته پاتې شي، نو هغوی هم د خپل ځان په اړه بې ارزښته فکر کوي او د ځان په اړه یې منفي احساسات او منفي فکرونه زیاتېږي، چې بلاخره په نتیجه کې د بدو پایلو سره مخ کېږي. په داسې حالاتو کې د خرابې تعلیمي وضعې په جاري ساتلو سره هغوی د خپلو صلاحیتونو په وړاندې هم د کمۍ احساس کوي.

په تعلمي طور باندې د وروسته پاتې زده کوونکو په حق کې د ښه کړنو په ذریعه په هغوی کې د پرمختګ او د مسایلو د حل لارې چارې پېدا کېږي، چې ښوونکي د نورو زده کوونکو په شان له دوی سره هم د زده کړې په پروسه کې قدم په قدم مخکې تللای شي.

د ښه او وظیفه شناس ښوونکي د توجو، مرستې، شفقت او د همدردۍ په سبب د زده کړې په حاصلولو کې د ټولو زده کوونکو زده کړییزه تنده خړوبېږي او زده کوونکي د بریالیتوب تر سواحلو رسوي. د اصلاحي تدریس لپاره په لاندې ډول څو اړین شرطونه مې له( “Which Remedial Education Models Work Best for Students?”U.S. News & World Report.) څخه راخستي او په خپله خوږه (پښتو) ژبه مې ژباړلي دي هيله ده د توجو وړ مو وګرځي: 

د اصلاحي تدریس اړین شرطونه

۱) ښوونکي هغه زده کوونکي ځانته په نښه کوي، چې زده کړییزې کمزورتیاوې لري. په عام ډول په هر ټولګي کې د ښوونکي لخوا پر زده کوونکو د ذهني فشار په سبب ضعیفه زده کوونکي پېژندلای شي، چې پدې وخت کې هغوی د ښوونکي لخوا د فشار په سبب د خپلو همصنفیانو په شان د درس مظاهره نه شي کولای. دا زده کوونکي د درس په زده کولو کې زړه نازړه کېږي او په لیکلو او لوستلو کې د ستونزو سره مخ وي.

۲) ښوونکي د تدریس په جریان کې د ضعیفه زده کوونکو د زده کړې عمده سببونه  لکه په لوستلو کې ستونزه، په لیکلو کې ستونزه، په اظهار کې ستونزه، د کړنو په اجرا کې کمي، د خرابې او ناقصې مطالعې عادتونه، زده کړه کې ستونزې، د ژبې بندښت او د فشار لاندې راتلو مسایل پېژندل او معلومول دي.

۳) د اصلاحي تدریس ترسره کوونکي ښوونکی د نورو ښوونکو مشاهدې کوي او د اصلاح وړ نقطې له ځان سره اخلي. (زده کړیزو کمزوریو پېژندلو ته که ضرورت و حتاَ ازموینې دې واخستل شي تر څو د اصلاحي تدریس عملي کولو لپاره لاره حواره شي.)

۴) له نورو ښوونکو سره دې په اړیکه کې شي او پدې اړه دې ترې مرسته وغواړي، ترڅو مناسب تدریسي تخنیکونه، مواد، انګیزې او لازم تدابیر تر لاسه کړي.

۵) کمزوري او ضعیفه زده کوونکو کې د اعتماد فضا جوړول پکار دي، ترڅو هغوی د آرامۍ او هوساینې احساس وکړي، د ښه مظاهرې لپاره دې ورته تل د حوصلې او آرامۍ احساس ورکړل شي. پدې سره به په هغو کې د بزدلۍ او کمجراتۍ احساس له منځه ولاړ شي او ښوونکی به بیا درس په موخوال ډول تدریس کړای شي.

۶) د اصلاحي تدریس دویم پړاو په مناسب وخت کې د اصلاحي تدریس پلان عملي کول دي، په پلان کې ټول شامل پړاونه پر زده کوونکي په تشویق او ترغیب سره ترسره کول پکار دي. که یو تمرین موثره ثابت نه شو نو متبادل تمرین چې زده کوونکي ته جالب وي غوره شي.

 ۷) ښوونکي باید وخت په وخت زده کوونکي ارزیابي کړي او د هغوی پرمختګ یادداشت کړي او په یو کتاب کې یې په ترتیب سره ولیکي، په همدې ډول دې په پاتې نیمګړتیاو بل متوازن پلان ترتیب شي او په مسلسله ډول دې اصلاحي تدریس عملي ته دوام ورکړي.

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *