شبیراحمد سلیمي

حل لاره دا نه ده، چې له افراطیت څخه د اخیستل شویو افکارو په واسطه خپله مسلمانه ټولنه وځوروو؛ بلکې حل لاره دا ده، چې د موجوده نظام تل ته ننوځو او خپل افکار خپاره او په ټولنه کې یې د حاکمیت غوښتنه په سوله ییزه توګه وکړو. که ډیموکراسي په نني نظام کې حاکمه پاتې شوې ده، دې نظریې ته کار شوی دی او خلکو یې د پلي کولو هڅې کړې دي. دې نظام ته د دیموکراسۍ پلوې نظریې خلک ننوتي خو په غیر افراطي لاره یې موجوده ډیموکراسي حاکمه کړې ده. که څوک دلته د هر ډول نظام او فکر د راوستلو غوښتنه کوي نو دوی دې د ټولنې تل ته ننوځي او خپل افکار دې همدلته پلي کړي. نن سبا ټولنې له هغه ډول افکارو سره ټکر واقع کوي، کوم چې د ټوپک په ژبه پر خلکو تطبیق کېږي. نو له دې داسې ښکاري، چې هر ډول غیر تشددي لار نامعقوله ده او په ټولنه یې حاکمیت ستونزمن کار دی او دا ټولنیز منظم نظام ته تاوان رسوي او خلک یې په مقابل کې د راپاڅېدو تکل کوي چې بیا ټولنه له داخلي بعد څخه شړېږي.

که یوه ډله راپاڅېږي او هڅه کوي، چې په تشددي چاره د نظامي قدرت په واسطه په ټولنه کې خپل قانون پلي کړي یو وخت نه یو وخت په خلکو کې ضرور داسې یوه ډله پیدا کېږي، چې د له منځه وړلو په پار را پاڅېږي او ډېری وخت دا کارونه د نړۍ په نظامونو کې بریالي شوي هم دي. خو هغه قانون قبلونه چې په عدم تشددي لار په ټولنو تطبیق شوې ده، په اکثریت هېوادونو کې نن هم حاکمه ده او خلک ورته کار کوي. زه د نظامي قدرت مخالف په بشپړه توګه ځکه نه یم، چې بیا د نظام د پیاوړتیا او پایدارۍ لپاره نظامي قدرت یو رکن ګڼل کېږي.

د ټولنیز سمون په نامه چې خلک د نظامونو د بدلون هڅه په تشددي لار کوي، له دې وروسته به په نړۍ کې دا ټولې لارې چارې ځکه ناکامې شي چې خلک نور د په زور منل شویو نظامونو له اختناق څخه په کافي اندازه ستړي شوي دي. داسې وخت به ضرور راځي، چې دوی به د دې زولنو د ماتولو په مقابل کې راپاڅېږي بیا نو طبیعي ده، چې له تشددي عکس العمل څخه به کار اخلي او ټولنې به د بشري ناورین په لوري روانې کړي.

نو د عدم تشددي نظامونو د پایښت او کامیابۍ امکان ځکه ډېر دی، چې په عامه اصطلاح (نرمه غاړه چاړه هم نه غوڅوي). که خلک په سوله ییزه توګه د افکارو قبولو ته دعوت شي، نو بیا د انسانانو دا خاصیت دی، چې د بشپړو افکارو یعنې هغه افکار چې په خپل ذات کې نیمګړتیا ونه لري په هر صورت او هر حالت کې یې پلوي کوي.

بشر نور دا درک کړې ده، چې په تشدد افکارو ته غاړه نه ږدي او په مقابل کې د غبرګون هڅه کوي. خو هغه څه مني، چې د دوی انسانی ارزښت ته پکې درناوی شوی وي.

2 thoughts on “د افکار د پلي کولو لپاره د عدم تشدد لار | شبیراحمد سلیمي”
  1. که دی الهی ارشاد او هدایت ته ځیر شو سمی لاری ته د دعوت بشپړ اسلوب او روش رب العالمین ډیر دقیق اومحکم ب بیان کړی چی فرمایی:
    ادع الی سببل ربک بالحکمة والموعظة الحسنه و جادلهم بالتی هی احسن…..
    دعوت باید سمی لاری ته وی ،سالم وی ،انحصار او نورو جاهلی تعصباتو ته چی ټولنه او امت اخلالوی او د اسلامی ګټو خلاف وی مشروعیت نلری ، دعوت به حکیمانه وی او د موعظی حسنه دلاری به ترسره کیږی او که جدال یا مناقشه وه هغی کی به هم داسی الفاظ، آداب او روش کارول کیږی چی سبب شی د حق د منلو د پاره
    خو دا دعوت تر ټولو دمخه ښه نیت ،سالمه پوهه او صحیح عملی طریقه غواړی او دا ټول ددی لپاره چی حق ومنل شی محضا لله.
    خو مع الاسف چی اوسنی دعوتونه او روشونه یی چی احزاب او ډلګی یی ترسره کوی د سالم فهم او صحیح طریقی نه واټن لری اود بلی خوا هم جنګی ډلی او هم نور د اجنبی استخباراتو ناولتیا او اهداف ورسره عجین شوی حتی د قیادتونونه یی هم اسلامی او ملی دریځ تری ورک وی چی ددی تصفیه هم آسان کارندی او د نفاق یو اهم عامل همدا انحصار او جاهلی تعصبات دی چی اسلام ورڅخه کرکه لری
    نو زما وړاندیز مبتدی لیکوالانو وروڼو ته دا دی چی کوښښ وشی د دین نه منحیث مرجع اصلی کار واخیستل شی ځکه چی دلایل یی معتبره او عمل یی هم عبادت ، دخیر نه ډک او الهی مدد ورسره مل وی
    دجنګی ډلو ، اجنبی استخباراتی یو مهم تباه کن مشخصه داده چی صلح نه منی ،تباهی او ورور وژنی ته ترجیح ورکوی او د خدای ج تر امر، استخباراتو او تمویلونکو ته ډیر تعهد لری نو ځکه اسلامی او ملی ګټو ته حق د اولیت نشی ورکولی او په همدی علت اجیر بلل کیږی
    د تنظیمی ملوثتیا او بیکارګی ښه ثبوت د بن معامله وه چی د اوسنی جنګ اساسی عامل بلل کیږی چی د انحصار او جاهلی تعصباتو توره بیلګه او مشران یی نن خادمان د فساد بلل کیږی

  2. سلام
    دافکارو د پلی کیدو نه افکار……..، په هرحال زه تا سره تبصره کې بردو ټکو خبرې کوم عدم تشدد او نامعلومه دمو او کراسۍ باندی
    موږ او تاسې پښتو کې متل لرو چې وایی خدای(ج) چا نه دی لیدلی خو په قدرتو یې پېژنو سبحان الله. دموکراسی یعنی څه ؟ هرټولنه په خپل فرهنګ کې سیاسی ،اقتصادی
    اوټولنیزه تاریخی اصطلاحات لری چې هغه پرخپل خای کاروی ددی اصطلا حاتو د بدلون خبره د یوې ډلې،تلوېژن، اورسنی کا ر نه ده عدم تشدد چې دواړه عربی دی ګاندی په ډېرمهارت سره دغو کلیمو ته سیا سی بڼه ورکړېده خکه دلته دهند قاره کې دشیطان انګریز استعمار ولاړوو . ګاندی سره له دی چې د اسلامی اصولونه په هندی مسلمانه تولنه کې عملا ګتّې اخستی ځان غلی نیسی اوداټولې بریاوې په نامعلومه او بې تعریفه دموکراسی یې ور تپی وایی چې ژیره زما او واک یې دملا! ګاندی د
    اسلامی اصولو په مرسته په خپله مبارزه کې بریالی راوخی خو بیاهم د انګریزانو سره سیاسی خواخوږی بالی او به ډیر ماهرانه سیاست کې د هندوستان مسلما نان تېرباسی اودخان عبدالغفار خان عدم تشدد به هندوستان کې دی کاروی چې ډیره اوږده تا ریخچه لری ،اوس بحث ور باندی به کار نه دی او د بالیود فلم به نه ور نه جوړو و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *