تاند- (د سنبلې۵) په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځ د پر له پسې تېریو پر ضد د م.م. امنیت شورا ته رسماً شکایت وکړ.
عادلې راز په یوه لیک کې له امنیت شورا څخه غوښتي چې د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر خاوره د درنو وسلو د ګوزارونو پر ضد اقدام وکړي.
یوازې د اګست په ۱۹ او ۲۰ نېټه د پاکستان پوځ پر کونړ ولایت تر ۲۰۰ ډېر راکټونه او توغندي ویشتي دي.
په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازې امنیت شورا ته په لېږلي لیک کې پاکستان د افغانستان پر خاورې په پر له پسې تېریو تورن کړی او ویلي یې دي چې دې ته ورته شکایت یې د فبرورۍ په ۲۲ نېټه هم کړی و.
اغلې راز د پاکستان وروستیو راکټي بریدونو ته، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې (اګست ۱۹ او ۲۰) په ورځو یې وکړل، په اشاره ویلي چې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن ولسوالي تر ۲۰۰ ډېر راکټونه ویشتي دي.
په لیک کې وړاندې راغلي«د دغو راکټي بریدونو په نتیجه کې د خلکو کورونه ویجاړ شوي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي.»
په لیک کې همداراز ویل شوي چې پاکستان له دې سره سره د افغانستان پر خاوره توغندويي بریدونو ته دوام ورکوي چې افغانستان د پاکستان له حکومت سره په ځلونو تماسونه نیولي او ورڅخه غوښتي یې دي چې دا ډول غیرقانوني او غیرموجه بریدونه نور بس کړي.
دې د ملګروملتو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د پاکستان د سرغړونو خلاف جدي او لازم اقدام وکړي.