تاند: ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راشې، ترڅو افغان چارواکو ته د قطر د وروستۍ ناستې او د سولې د وروستۍ موافقې جزیات ووایي.
د موافقې د وروستیو جزئیاتو په اړه معلومات ورکړي
دقطر په مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو مذاکراتو نن اومه ورځ ده، دغه مذاکرات چې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ماښام پيل شوي دي
نن هم دوام لري او ټاکل شوي دا مذاکرات تر هغه دوام وکړي چې تر څو امریکایي استازي له وسلوالو طالبانو سره وروستۍ موافقي ته ورسیږي
زلمی خلیلزاد په داسې مهال افغانستان ته سفر کوي او له افغان حکومت سره معلومات شریکوي چې له دوحې راپورونه وایي چې په نږدې راتلوونکې کې به دامریکايي او طالب استازو ترمنځ هوکړه لیک د قطر مرکز دوحه کې لاسلیک شي، چې کره ورځ به یې په څو ورځو کې اعلان شي
ویل کیږي د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د قطر د امیر ترڅنګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازې هم ګډون کوي
افغان حکومت تر اوسه ددې وروستیوو پرمختګونو په اړه څه ندې ویلې.