شهرت ننګيال

دغه بده تيږه ده پخپل لاس ايښې -دغې خبرې ته به وروسته راشو- اوس پر دغې پرمختيا غږېږو چې د افغانستان له شاوخوا دوه دېرش ميليونه وګړيو يې سم نيمايي ډاکتران او مفتيان دي. تاسې په يوه مجلس کې خپل يا د بل، کوم رنځ ياد کړئ، د واره به خپله مخه کې د تشخيص، بلکې نسخو کتارونه ومومئ چې نيا يې ددغې ناروغۍ لپاره هغه دارو او معجون کارولي، نيکه يې د همدغه رنځ لپاره د پلانۍ دوا له کارونې رک روغ شو، د پلار شوګر او د اکا فشار يې د هغو او دغو درملو له امله کنټرول دی.

په دې توګه هر يو د هر مرض لپاره شافي او کافي علاجونه او نسخې پخپلو جېبونو کې ګرځوي. 

زه چې له ولايته د نسخو، کتنو او درملو له پنډ سره کلي ته ولاړم، کليوال په پوښتنه يو يو، دوه دوه، له درې څلورو تر اتو په پوښتنه را روان وو، له همدې ځايه د خپل هېواد ددغسې ډاکترانو په شمېر زما سر پوره خلاص شو. 

دومره تکړه چې په څو ټکيو پوښتنه به يې له ماشين او ټکنالوژۍ پرته زما ناروغي تشخیص او د درملنې نسخې کتار کړې وې. د کليوالو او همزولو اجماع په دې راغله چې د سيمې په مشهور شکسته‌بند د هډوکيو او ملا علاج پيل کړم، که هر څو مې ورته ويل، نه مې کوم هډوکی مات دی، نه دې ته ورته بله ربړه را پېښه ده، خو په چا دې منله؟! کليوال پخپله اجماع ټينګ وو چې له شکسته‌بند د هندوستان مشهور روغتون د خدمت غوښتنه کړې، د سردار عبدالولي هډوکي -چې نور وراسته او کوشير کېدلی نشوای- د هندوستان اپولو روغتون ترې معذرت غوښتی و، دده په تړلو په څو ورځو کې مات هډوکي له ويلډينګ هم کلک سره ورغلل. 

يوه بل چې زما د ناروغۍ په اړه خپل تشخيص سل په دوه سوه کره باله ويل، حاجي صاحب! ته سګ بادو نيولی يې، چې د سپي پوست واغوندې، رک روغ يې!!

که څه هم دده تشخيص زما زړه ته لار موندلې وه چې ځان کې راته وار له مخه د سپي د خاصيتونو پته لګېدلې وه، خو پوښتنه دا وه چې خرباد ولې؟! ځکه چې له خره سره خپل تړاو له سپي مضبوط راته ښکارېده، بله دا چې د سپي پوست د مانا په نړۍ کې هسې له وړاندې هم ما پر مخ غوړولی و، د  بل پوست لپاره د خپل همنوع وژل مې پر زړه نشوای اورېدلی.

مفتيان بيا دومره چې دوه دېرش ميليونو کې له نيمايي زيات درباندې سملاسي بې چون او چرا تور پورې کولی، د واره درباندې ټاپه وهلی او په صحرايي فتوا يا محاکمه کې دې د سترګو په رپ کې په څلور مذهبه کاپر را اېستلی شي. 

د دغه شمېر مفتيانو پرېکړه او فيصله له طالبانو هم چټکه او ګړنډۍ را وځي او اعلان يې هم د څو شېبو خبره ده، ځکه چې په خواله رسنيو کې په هماغه لحظه ستا د الزام او محکوميت پرېکړه ډنډوره کولی شي.

ددغو مفتيانو ځينې سرکاري هغه دي، دوی باقاعده له سر کاره د خپلو فتواګانو تنخوا يا معاوضه تر لاسه کوي، دوی ډايرېکټ مفتيان لګېدلي، لکه د پاکستاني ډرامو ډايرېکټ حوالدار، يا د ذوالفقار علي بوټو د وخت ډايرېکټ انسپېکټران چې ضياء الحق خاني کې در بدر خاورې پر سر ګرځېدل.

زه يو نه، بلکې څو داسې ډايرېکټ ډاکتران PhDs پېژنم چې له باکلوریا، ليسانس او ماسټرۍ پرته يې د پي ايچ ډي سند په غاړه کې ځړولی وي.

د مجازي نړۍ دغه ډايرېکټ مفتيان د حنيف اتمر اختراع ده، هغه دغه بده تيږه -چې ما په پيل کې ياده کړې- ايښې ده. ده د حکومت، نظام او ولسمشر غني په دفاع کې نه، بلکې د ځان پر ننګه او ملاتړ د جعلي اکاونټو نادوده دود او يو شمېر ژڼي پر دغه شر او فساد اخته کړل چې اوس يې د غاړې غور ګرځېدلی دی.

له تاسې څه پرده زما زړه و چې د اتمر له ټکټ سره مل شم، خو د ولسمشر غني يو سلاکار -چې تاسې ټول يې له ما ښه پېژنئ- راته وويل:

«مه کوه! جناب جلالتمآب رئيس صاحب وايي، که ما وګټله او که نه، ګوډی يې په خدای که رانه وګټي».

رئيس صاحب وايي:

«زما پيشو پر ما ميو، ميو. دده له خولې را وتلی ټکی ما په پيشو واړاوه، که نه ده راته ويلي وو، زما کوکری پر ما غپ، غپ».

د سلاکار په وينا، اتمر د رئيس صاحب آزار وهلی. ده په هغه لوښي کې -چې ترې خوړل يې- د متيازو ګستاخي کړې. 

خو اسد دانش د آزار مازار په څېر مزخرفات نه مني، دی وايي، اتمر د غني آزار نه دی وهلی، ما په… وهلی او قادر شاه ته پته ده. دا چې دانش په څه شي وهلی او قادر شاه ته د څه پته ده، ماته پته نيشته!

2 thoughts on “آزار ګټليه اوس وهه د چول مزلونه | شهرت ننګيال ”
  1. ننګیال صاحب د افغانی ټولنی واقیعت مو بیان ګړی ده خو دا اسد دانش هم د اتمر نه کم نده څوورځی دمخه یی یوه ناپړته لیکلی وه البته پرفیسبوک ما ورته ولیکل چی سړیه دا له تاسره نه ښایی نو ایسته یی بلاک کړم لالااتمر یی هم مټیزه شو چې دا به اوس څه پرتوګ ورته ګنډی

  2. Nangyal saib sta ketab ** da dozakh pa lumbo swazedale janath** me pa 2009 ke pa kabul ke da spinzer hotel khwake wakhesth aw wamekot.da jamat e islami pakistan motaleq pake dair haqayeq wo chai reshthya shol.za hgha time pa jamat e islami ke wom.os PTM dupportkom.from kpk

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *