تاند-(چهارشنبه د سنبلې ۶)  په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، مسکو تیار دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې تضمین کوونکی واوسي.

پرون ناوخته په قطر کې سرچینو تاند ته وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه نهايی شوې ده خو لږ وروسته امریکايي پلاوي د موافقې د پښتو او انګلیسي متن د ځینو ټکو وضاحت وغوښت او ویې ویل، مخکې تر دې چې موافقه نهايي شوې اعلان کړي، ښه ده چې مجهول یا هغه الفاظ چې څو معناوې ورکولی شي، تعریف شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تاس خبري اژانس د روسیې د باندنیو چارو وزارت د ویندویې ماریا زاخارووا په قول راپور ورکړ، سرګی لاوروف نن (چهارشنبه) وویل«روسیه تیاره ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو او د طالبانو د تحریک ترمنځ د موافقې د لاسلیکوونکو درېم اړخ یا تضمینوونکی وي.»

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف نن د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه خبري غونډه کې مسکو د تروریزم پر ضد په جګړه کې د افغانستان د ملي اردو او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ده وویل«موږ د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته وسلې او تجهیزات ورکوو او دې ته به دوام ورکړو. دوی حاضردمه په یوازې توګه نه شي کولی چې د تروریزم خطر له منځه یوسي نو هلوځلو ته اړتیا ده.»

ټاکل شوې ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د موافقې د مسودې له نهايي کېدو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی مسوده کابل ته یوسي او له ولسمشر غني سره پرې خبرې وکړي.

د افغانستان حکومت ویلي، هیڅ موافقه تر هغه د منلو نه ده چې د افغانستان قانوني حکومت تایید کړې نه وي. په بل پړاو کې به موافقه په یوه درېمګړي هیواد کې لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *