نورمحمد سعید

د پاخه عمر سړي د حجرې له وره سر بهر کړ، په ټیټ غږ یې وویل:

–    وه هلکه! له دا چایو مو څه د غوايي غوښه جوړه کړه، له مېلمنو شرم دی، ژر شه که نه!

د نغري څنګه ته ناستې ښځې پتنوس کې پيالې کتارولې:

–    یوه دقیقه، بس، تیار دی!

له ښځې لږ هاخوا پر چوتره ناست هلک د مور او پلار تر منځ مکالمې ته له توجه پرته موبایل ته سترګې نیولې وې.

لږ ځنډ وروسته ښځې ډک پتونس د هلک خواته کېښود او له دالانه ووته.

سړي بیا له وره غاړه اوږده کړه. د زلمي خواته ایښی پتنوس یې ولید. لوڅې پښې ورروان شو. هلک ته مخامخ ودرید او بې غږه غوږه یې مبایل د هغه له لاس واخیست. هلک خوله ویړه کړه، خو د پلار سترګو ته یې چې وکتل وډار شو:

آبا! همدا اوس…

سړي په ټول زور مبایل د برنډې پر غولي وویشت او همداسې پټه خوله یې هلک ته سترګې نیولې وې.

هلک ښه ځنډ ټوټه – ټوټه پراته مبایل ته کتل، بیا یې پتنوس ورواخیست او په ټول زور یې په ځمکه وویشت. د سړي زړه ریږد ونیو او هلک په منډه د کلا له دروازې ووت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *