څلور دېرشمه برخه
(د لنډیو په باب د شپون صاحب نظر)
زمـا پـرې هسې نـوم بـدنـام دی
د روسۍ سرې شونډې طالب خوړلې دينه
چې اوړی تېر شي خوله به درکړم
اوس پـه خـولـو ککـړه یم تـروشه بـه وینه
کله چې د لنډیو په باب څېړنېله نظره تېرې شي، هیڅکله به داسې نظر سره مخ نهشئ چې لیکلې دې وي چې د لنډیو ژانر د له منځه تلو په حال کې دی. د وخت او موقعیت له مخې کېدای شی وویل شي چې لنډۍ ضعیفه ده او یا یې انځور جوړونه د خوند نه ده، خو د له منځه تلو فکر یې مردود دی.
د دې مقالې موضوع، د لنډیو په باب د شپون صاحب یو لنډکی نظر دی او اصلي موخه یې دا ده چې پښتنو ته ووايي چې پام مو وي چې ستاسو د ادبیاتو دا ژانر (لنډۍ) مخ پر ځوړ روان دی، باید غم یې وخورئ او د ضعیفېدو مخنیوی یې وکړئ.
د شپون صاحب دمقالېهغه برخې چې لنډۍ ته پهکې اشاره شوې ده دا ده:«
پپسي راغله، فانټا راغله = جلالا اوبه ترخې شوې
لنډۍ د پښتو تر هر لیکلي شعري دېوان نه د پښتنو د ژوند ښه ترجمانه ده، یا لږ تر لږه وه. ..
…ادبي ژانرونه هم زوکړه او مرګ لري. زما اټکل دا دی چې د قصیدې په شان، لنډۍ د ژانر په حیٍث مخ په زوال که نه وي مخ په ځوړ روانه ده، خیر که بیا یاران را ته په غوسه شي.
یو وخت ما خپله په یوه منلي شاعرانتقاد کړی و چې له ځانه یې لنډۍ جوړولې.
خطا وتلی وم. که نوې جوړې نشي دا ژانر مري. خو زما لویه اندېښنه دومره شکل اولوښی ته نه ده لکه هغه نګولی چې لوښي کې اچول کېږي. اصلي انتقاد مې هم په همدې موجوده سلاتې دی چې لیکوال یې د ناول، هایکو، لنډې کیسې او شعر په نومونو لوستونکو ته ورکوي. د دیالوګ، اډانې، تلوس… د خدای پنډ نوروپارسي او لاتیني نومونو دڼۍ پرې ږدي، بربنډتیا ورسره اغږي، ګویا لوستونکو ته یو قسم پت ګواښ هم کوي چې زه تر تاسو په عصري مفهومونو ډېر پوهېږم. پوهه دې اور واخله، شهرت دې خاورې شه، خو یو داسی شی ولیکه چې هم خوند ولري، هم د موجودې ټولنې رښتونی ترجماني وکړي، هم بل چا نه وي لیکلی، نوی وي. باسي نه وي. د« ګټور» شرط مې ځکه کښینښود چې بیا د ايډیالوژۍ تبلیغات را لمبر نه کړي . هغه برخه دې مقالو او تحلیلنامو ته پاتې وي. زما خبره ادبیاتو ته متوجه وه، منظوم او منثٍور هنر ته.»
د «پپسي راغله، فانټا راغله = جلالا اوبه ترخې شوې» ترسرلیک لاندې د استاد شپون مقاله تاند د ۲۰۱۹ کال د اگست پر یوویشتمه نېټه (۲۱/۰۸/۲۰۱۹) د دویم ځل له پاره خپره کړه او ورسره لیکلي یې دي چې:
« د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د سپټمبر په ۱۳ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.»
د شپون صاحب مقاله د لومړي ځل خپرېدو پر مهال زما له نظره نه وه تېره شوې، چې زه یې خپل غفلت گڼم، که نه ما به د لنډیو په باب د خپلو مقالو«لنډۍ، د ثبتولو ستونزه»په لړ کې، هغه وخت یو څه پرې لیکلي وای.
زه شپون صاحب ته د یوه نوښتگر، پرکاره او د ځانگړي سبک خاوند لیکوال په حیث درناوی لرم، او دا یې هم یو نوښت گڼم چې د پښتو ادب د خزان وهلي بڼ د نورو گڼو نیمگړتیاوو تر څنگ یې د لنډیو صعودي سیر ته هم اشاره کړېده. سره له دې چې په ژوند کې د هر اړخیزو بدلونونو په رامنځ ته کېدو سره لنډیو هم تر یوې اندازې ځان بدل کړیدی او د نوي ژوند ډېرې برخې یې په خپله لویه او شنه لمن کې را نغښتې دي، خو بیا هم کله ـ کله هاغه پخوانی قوت، انځور او… په کې نه وي چې زه یې دلایل:
ــ له وطن، کلي ، کور، گودر، غر، کمر، کنډو او… د خلکو او په تيره د نوي نسل لرې کېدل گڼم،
ــ جگړه دې خدای په خپل اور کې وسوځوي لوی دلیل یې اوږده جگړه هم کېدای شي چې خلک بل فکر ته او بل کار ته نه پرېـږدي،
ــ بل دلیل یې دا کېدای شي چې د لنډیو په باب د څه لیکلو او د لنډیو د را ټولولو کار پڅ شوی دی او د لنډیو معرفي او شناخت ډېر کم شوی دی. په بهر کې زموږ د نوي نسل ډېره سلنه لنډۍ نه پېژني، نو څنگه به یې د تخلیق فکروکړي.
اوس هم نا وخته نه ده، که هر مور پلار یا بل مشر پښتون وکولای شي په خپل کور کې خپلو ماشومانو او پېغلو زلمیانو ته د لنډۍ تعریف ووايي، جوړښت او ځینې نورې ځانكړنې یې ور وپېژني او څو خوږې بېلگې یې په مخ کې ورته کېـږدي؛ زه ډاده یم چې د هر کور او کاله ځوانان او پېغلې به لنډۍ زمزمه کړي او خپل احساسات به د همدې فولکولوریک ژانر په قالب کې وړاندې کړي.
د دې برخې د پای لپاره مې څو نوې او زړې لنډۍ غوره کړې دي:
چې اوړی تېر شي خوله به درکړم
اوس پـه خـولـو ککـړه یم تـروشه بـه وینه
پر تناره مه ورغوړېـږه
د اوربـــل څوکي به دي اور وسوځوينه
د واتیکان د دیوال بیخ کې
سیوري ته ناست دی د وطن ژړا کوینه
څنگه نري يي لکه لښته
کوم بختور به درنه لاس چاپيروينه
چې دوکتورا دې کړي نه وي
د ماسټرۍ په سویه خوله نه درکومه
اول د هیچا په کار نه وې
چې ما لالی کړې قافلې درپسي ځینه
لالا یې تورو خاورو وخوړ
خور یې جامې اوتو کوي چې رابه شینه
که ستا یاري مې پوره نه کړه
بیا لېونی ښه یم چې ډکي ټولومه
که ستا یاري مې یاري نه کړه
بیا لېونی ښه یم چې ډکي ټولومه
حال دې مالوم که، ځواب راکړه
زه دې له بلې يارانې ايستلې يمه
ايمان دې ښه راته مالوم دی
په مشدۍ لونګۍ دې مه وهه لاسونه
اختر دې ستاسو مبارک شي
موږ مساپر یو دلته نشته اخترونه
دسرې ډولۍ په ارمان مړه شې
نصیب دې مه شه په نکریزو سره لاسونه
روژه د خدای د پاره نیسم
اختر ته ستا د پاره کلي ته درځمه
نسوار دې واچول ویده شوې
په زړه دې نشته د کرېکټ سوي داغونه
موږ په نکريزو نه پوهېـږو
څوک چې لاسونه سره کوي يار به لرينه
زما پرې هسې نوم بدنام دی
د روسۍ سرې شونډې طالب خوړلې دينه
د تمبل غږ دې را ژوندی کړم
خاورې دې مه شه د اوږدو ګوتو سرونه
داسې په څنګ رانه تېرېـږې!
لکه روژه در باندې ما نیولې وینه!
د څلور دېرشمې برخې پای