۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي په افغانستان کې د هالینډ هېواد سفیر سره خپل کار ځای کې ولیدل .
په افغانستان کې د هالينډ هېواد سفير ارنست نورمان ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت والي شاه محمود میاخېل سره د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې د امنيت، کرنې او يو شمېر نورو موضوعاتو په موخه ليدنه وکړه.
یاده لیدنه چې د سنبلې په ۵مه ترسره شوه،پر مهال یې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،دفتر رئیس انجینر فرید احمد ناصرزي،کرنې او مالدارۍ رئیس انجینر سميع الله نصرت، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې رئیس او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې ولایت کې د هالینډ هېواد له لورې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې د ترسره شویو مرستو څخه قدرداني وکړه،همدا راز یې د دې ولایت په امنیتي،پرمختیایي،حکومتدارۍ او نورو برخو کې مالومات شریک کړل.
د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو په بېلابېلو په ځآنګړي ډول د کرنې او مالدارۍ،اوبو رسونې او یو شمیر نورو برخو کې په همغږۍ،همکارۍ او مرستو ټینګار ورکړ.
یادو مسؤلینو په یو شمیر نورو نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې .
۱۳۹۸/۶/۵
ننګرهار والي په دې ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لپاره په شفاف ډول د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۵ مه ولایت مقام کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي په مشرۍ د دې ولایت یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لپاره په شفاف ډول د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.
د یادې لیدنې پر مهال ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،ټولټاکنو او شکایتونو اوریدو کمیسونونو،سوداګرۍ او صنعت او دفتر رئیسانو او یو شمیر نورو هم شتو درلود.
ښاغلي میاخېل امنیه قوماندان ته د امنیت تامین،ټولټاکنو کمیسون ته په شفاف ډول د ټاکنو ترسره کېدو او سوداګرو ته د ټولو اصولو د مراعت کولو لارښوونې وکړې او هیله یې وښوده چې په دې چارې سره د ننګرهار عزت وساتل شي .
د دې لیدنې پر مهال د ټاکنو د ترسره کېدو په طرزالعمل او یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې،بحثونه او وړاندیزونه وشول .

۱۳۹۸/۶/۵
ننګرهار والي وایي،په دې ولایت کې کې د ولسمشریزو ټاکنو د ښه ترسره کولو په موخه د ټولو ارګانونو ترمنځ همغږي رامنځته کوي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۵ مه ولایت مقام کې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز، د دې ولایت د ټولټاکنو او شکایتونو اوریدو خپلواک کمیسونونو او دفتر رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو سره د غونډې پر مهال په دې ولایت کې په ټولو برخو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتوالي ډاډ ورکړ او د اړونده ارګانونو په همغږۍ یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه،امنیتي ارګانونونه، ټاکنیز کمیسونونه، د نوماندانو دفترونه او نورې اړونده ادارې باید خپل منځي ښه همغږي وکړي او په دې موخه ولایت مقام لا هم زیاتې هلي ځلي کوي،ترڅو ټاکنیزې سیالۍ او ټاکنې په ښه توګه ترسره شي .
ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وویل، د ټاکنیزو سیالیو په موخه یې سل کسیزه قطعه ځآنګړې کړې او د امنیتي ارګانونو په استازیتوب یې ډاډ وښود چې د ټولو پړاوونو لپاره د بشپړ امنیت چمتووالی لري .
د دې ولایت د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسون رئیس نوراحمد حنفي او د ټاکنو کمیسون رئیس ذبیح الله وګړي هم ډاډ وښوده چې پخپلو برخو کې به په شفاف ډول ټولې چارې په خپلواک ډول ترسره کړي .
۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي د يو شمېر مشتريانو ستونزې د حل په موخه واوريدې
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وږي په پنځمه ولايت مقام کې په داسې حال کې، چې د ادارو مسئولينو هم شتون در لود د يو شمېر مشتريانو ستونزې د حل په موخه واوريدې.
يو شمېر ننګرهار مېشتو ننګرهار والي سره په بېلابېلو برخو کې ستونزې، وړانديزونه او عرايض د حل په موخه شريک کړل، چې يو شمېر قانوني موضوعات د حل په موخه اړونده ادارو ته راجع شول او يو شمېر نورو کسانو ته، چې موضوعاتو يې قانوني بڼه نه درلوده ورته قناعت ورکړل شو.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د تيليفون پر کرښه هم يو شمېر مسئولينو ته د مشتريانو ستونزو حل سپارښتنه وکړه، چې مسئولينو له لوري ورته د اجراتو ډاډ ورکړل شو.
هغه همدا راز د يو شمېر ښځينه او نارينه مشتريانو ستونزې واوريدې او عرايض يې ورته اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو تر سره کولو په موخه راجع کړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل پر ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې خپلې ستونزې هره سه شنبه د شکاياتو او غصب مخنيوي کميسون سره شریکې کړې ترڅو په حل کې يې د قانون له مخې اقدامات تر سره شي.
د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره يادونه کوم چې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نېکبخت د موټر په سيټ کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماين د چاودنې له امله په شهادت ورسيد .
انالله و انا اليه راجعون.
زه د استاد پر مړينه له زړه سخت خواشينی يم،ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوم .
کشفي او امنيتي ارګانونو ته مې دنده ورکړې تر څو قضيه په دقيق ډول وڅيړي او عاملين يې تر موندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري
روح دې ښاد وي
درنښت
شاه محمود مياخېل
د ننګرهار ولايت والي
۵/۶/۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت مالی او اداري مرستیال په مشرۍ د ارزونې کمیټې د تدارکاتي ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د وږي په پنځمه ولايت مقام کې د ادارو مسئولينو سره د قراردادي دوسيتو تدارکاتي ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د کمیټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د دوسیو ارزونه په قانوني ډول ترسره او دوسیې په دقیقه توګه بر رسي کړي ترڅو په تدارکاتو کې پرتې ستونزې حل او قراردادونه په معیار برابر ترسره شي.

د ننګرهار ولایت مستوفي ګل افضل نادري کمیټې غړو ته د تدارکاتي قانون په اړه معلومات ورکړل او په یاده برخه کې پر شته ستونزو معلومات وړاندې کړل.
د ښارجوړونې رئيس انجینر عبدالباسط عظیمي په تدارکاتي دوسیو کې د تخنيکي او ساختماني ستونزو په اړه معلومات شريک کړل او په ياده برخه کې يې وړانديزونه وکړل.
په یاده ناسته کې د ولايت مقام بېلابېلو څانګو، اقتصاد او عدليې رئيسانو او نورو ګډون کړی و.

۱۳۹۸/۶/۵
د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ د میرزاخیلو سړک د جوړولو چارې له اوږده ځنډ وروسته پیل شوې .
د ننګرهار ولایت ټولګټو چارو ریاست له لورې د کلونو ځنډ وروسته د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ د غځیدلي څلور کیلو متره میرزاخیلو سړک د جوړولو چارې د شپږ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پیل او د دوو میاشتو په موده کې به بشپړي شي.
د دې ولایت د ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد ضیا وایي، یاد سړک د اړونده ادارې له امکاناتو څخه د دوو میاشتو په موده کې د اووه متره سور او څلور کیلو متره په اوږدوالي سره د جغل اندازۍ په کچه جوړیږي .
د ولایت د تخنیکي اوسکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي حمیم وویل،د ټولګټو چارو او یو شمیر نورو ادارو سره کار کوي،ترڅو د یاد سړک د قیر اچونې لپاره بودیجه پیدا او په اساسي ډول یې جوړ کړي. نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د پراختیايي پروژو د تطبیق پر مهال وخت په وخت څارنه وکړي، تر څو د پروژو کیفیت په ښه شکل سره په پام کې ونېول شي.
د یاد سړک د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس قاري نجیب الله قیومي،د کامې او ګوشتې ولسوالانو،مخورو او یو شمیر نورو هم شتون درلود .
۵/۶/۱۳۹۸
د تورخم ښاروالۍ مسئولينو د ياد ښارګوټي اوسيدونکو او هټيوالو ته د خپلو کړنو حساب ورکړ
ننګرهار ولايت تورخم ښاروال انجينر راحت ګل زيارمل او مامورينو يې د ياد ښارګوټي اوسيدونکو، سوداګرو او هټيوالو ته د زمري مياشتي تر سره کړيو کړنو حساب ورکړ.
په پیل کې د تورخم ښاروال انجنیر راحت ګل زیارمل د تورخم له ښاریانو، سوداګرو، د اصنافو اتحادیې او مشورتي شورا څخه مننه وکړه چې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د جشن په نمانځنه کې يې فعال ګډون وکړ.
نوموړي ښاریان او د مشورتي شورا غړي وهڅول چې د حساب ورکونې په پای کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په مستقیمه توګه د ښاروالۍ له منسوبینو سره شریک کړي. نوموړي حساب ورکونه او شکایاتو ته لاسرسی د د غوره ولسي حکومتولۍ اصل وباله.
د ښاروالۍ د عواییدو، خدماتو او محاسبې مدیریتونو د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاریانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

۵/۶/۱۳۹۸
په شينوارو کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د ملنګ جان ښونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ ۲۶مې ويالې سيمه کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د ملنګ جان ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د شينوارو سرپرست ولسوال عتيق الله منيب وويل، چې دغه ښوونځی لس اداري او درسي خونې، د احاطې ديوال، تشنابونه، پاکې اوبه او نور ملحقات لري، چې د دريو مياشتو په موده کې به جوړ شي.
نوموړي د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه، ترڅو د ياد ښوونځي په جوړيدو او ساتنه کې حکومت سره همکاري تر سره کړي.
۵/۶/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د څه باندې دولس ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت يو شمېر سړکونه او ويالې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي برنامې او ولسي ونډې په دولس ميليونه پنځه سوه شپږ زره شپږ سوه اته شپيته افغانيو په لګښت سړکونه او ويالې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د معلوماتو له مخې د دغو پروژو چارې، چې د چکنوريو د يووالي او چکنوريو عالي لېسې شوراګانو له لوري پرمخ وړل شوي، چې ۱۸۳۳ متره فرعي سړکونه او ۱۴۷۸ پلې لارې يې په اساسي ډول جوړې او ګټې اخیستنې وسپارلې.
نوموړي وويل، چې دغه سړکونه او ويالې د دريو مياشتو په موده کې جوړ شول، چې سلګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
۱۳۹۸/۶/۵
ننګرهار کې ۷ داعشیان وژل شوي او ۹ نور ژوندي ونیول شول .
د ننګرهار ولایت په هسکې مینې او پچیراګام ولسوالیو کې ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۷ داعش وژل شوي،نهه نور ژوندي نیول شوي او د دوی د وسلو او مهماتو یوه ډیپو هم لمنځه وړل شوې ده .
د پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخیلو تنګي سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۶ داعشیان ووژل شوي،همدا راز یادو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات ترسره کړي،چې پر مهال یې یو داعش وژل شوی،۹ غړي یې ژوندي نیولي او د دوی د وسلو یوه ډیپو یې تخریب کړې ده .
د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *